په ایران کې تر جګړو وروسته د افغان کډوالو ستونزمن ژوند

له ایرانه یوه ایستل شوې افغان کورنۍ

په ایران کې میشت یو شمېر افغان کډوال وایي چې په هغه هېواد کې له جګړو او نښتو وروسته د دوی ژوند لا ډېر ستونزمن شوی دی. دوی له بې روزګارۍ، د بیو له لوړوالي او د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي.

په تهران کې میشت یو افغان کډوال وايي، ډېری افغانې کورنۍ نور د کور کرایه، د خوراکي توکو پېرلو او ورځنیو لګښتونو د برابرولو توان نه لري.
دی چې نه غواړي نوم یې خپور شي ازادي راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه:

«په ایران کې زموږ د افغان کډوالو وضعیت رښتیا هم د اندېښنې وړ دی، له یوې خوا د اسانتیاوو او کار نشتوالی له بله خوا په وروستیو څو میاشتو کې د توکو بیې ډېر لوړې شوي دي چې له امله یې افغان کډوال له سختو مالي ستونزو سره مخ شوي دي، او موږ نه شو کولای ان د خپلو کورنیو نفقه او ورځنۍ اړتیاوې برابرې کړو.»


په ایران کې میشته د ښځو د حقونو یوه فعاله بسیجه سعیدي، افغان کډوال له بېکارۍ، اقتصادي ستونزو، د کار محدودیتونو، د ماشومانو د زده کړو ستونزو او روغتیایي خدمتونو ته د نه لاس رسي له ستونزو سره مخ دي.

هغې دوشنبه په ۲۸مه ازادي راډیو ته وویل:

«زموږ افغانانو ته هېڅ ځای کار نه ورکوي، افغان ماشومان له زده کړو محروم دي، آن دولتي او نادولتي روغتونونه د بهرنیو اتباعو ناروغانو ته پاملرنه نه کوي، له جګړې وروسته چې په ایران کې کوم قوانین او مقررات وضع شوي، سختي پکې ډېره زیاته شوې ده، ان هغه افغانان چې اقامه لري، اړ دي بیمه، صنعتي کوډ او مالیاتي کوډونه واخلي چې ډېر لګښت لري او زموږ خلک یې د ورکولو توان نه لري، په ځانګړي ډول د ماشومانو د زده کړو ستونزه ډېره جدي ده، ځکه د ایران په ښوونځیو کې د افغان ماشومانو نوم لیکنه نه کوي او له همدې امله هغوی له زده کړو محروم پاتې دي.»

له بلې خوا، یو شمېر هغه افغانان چې په وروستیو کې له ایرانه افغانستان ته استول شوي وايي هلته ورسره ناسم چلند شوی او د بیرته ستنېدو پر مهال هم له ستونزو سره مخ شوي دي.

یوې افغانې ښځې چې شاوخوا یوه میاشت مخکې له ایرانه ایستل شوې او افغانستان ته ستنه شوې، او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وویل:

«هر چېرته به چې تلو، د کار لپاره هلته به موږ ته بدې خبرې کېدلې، کله چې زه له ایرانه راتلم، په لاره کې یې هر ځای رانه پیسې غوښتې خو ماسره دومه هم نه وې چې تر پولې پرې ځان راورسوم، چې ما به ورته ویل پیسې نه لرم، ویل به یې راشه چې تالاشي دې کړو، ما ویل شرم نه لرئ چې زما بدن ته لاس راوړئ؟ ډېره زیات ځورول کوي، د نارینه وو به یې ان بوټان او جرابي ایستلې او کتل به یې، د کمپ پولیسو ډېر بد چلند کاوه.»

د تهران د بازار یوه برخه

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ناروې د کډوالو شورا ویلي، د اسرائیل، امریکا او ایران ترمنځ جګړې په ایران کې د څه باندې څلور میلیونه افغان کډوالو ژوند اغېزمن کړی دی.

دغې شورا ویلي، ګڼ شمېر افغان کډوالو خپلې دندې، په ځانګړي ډول د ودانیزو چارو او نورو غیررسمي کارونو په برخه کې له لاسه ورکړې او نور د خپلو کورنیو د خوړو او د کور د کرایې د برابرولو توان نه لري.

د دې شورا مشر یان ایګلنډ د مې په ۱۳مه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په ایران کې د جګړې له پیل سره د خوراکي توکو بیې په بې سارې توګه لوړې شوې، او ډېری کورنۍ اړ شوې چې کم خواړه وخوري، د ناروغانو درملنه وځنډوي او پورونه واخلي.

د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ کړکېچ د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شو.

په ایران کې له کلونو راهیسي ډېر شمېر افغان کډوال استوګن دي خو پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځل واکمنۍ وروسته ګڼ نور هم د اقتصادي، سیاسي او تعلیمي ستونزو په ځانګړي ډول د نجونو په د زده کړو د دوام لپاره ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران ته کډوال شول.

په ایران کې میلیونونه افغان کډوال ژوند کوي چې لویه برخه یې قانوني اسناد نه لري.

د کډوالو د حقونو ملاتړو ادارو ویلي چې روان اقتصادي بحران او نا امنۍ د دغو کډوالو وضعیت لا خراب کړی او هغوی یې د ایستلو، بېوزلۍ او لا ډېرو محرومیتونو له خطر سره مخ کړي دي.

له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو ته په پام د بشري مرستو او د بشري حقونو د ادارو اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

دغو ادارو خبرداری ورکړی چې هره ورځ د ګڼ شمېر افغانانو ایستل کولای شي د راستنېدونکو لپاره په محدودو او بنسټیزو امکاناتو لا فشار راوړي.