د پاکستان په واڼه کې په یوه چاودنه کې د یوه قومي مشر په ګډون درې تنه وژل شوې دي

د پاکستان په واڼه ښار کې د دوشنبې په سهار د سړک غاړې بم چاودنه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او څلورنور ټپیان شوي دي. د راپورونو له مځې په وژل شویو کې د جنوبي وزیرستان د احمدزي وزیرد قوم یو وتلی مشر ملک طارق وزیر هم شامل دی.

د ځايي پولیسو افسر محمد طاهر شاه وزیر ویلي چې دا چاودنه ګلشن پلازا ته نږدې هغه مهال وشوه چې د طارق وزیرموټر له بازار څخه تېرېده.

پولیس وایي، ناپېژانده وسله والو ظاهراً د شپې له خوا د ګلشن پلازا په شاوخوا کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو او بیا یې په سهار کې چاودنه ورکړې.

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، طارق وزیر د قبیلوي شخړو په حل او د سولې د ټینګښت لپاره په جرګو کې مهم رول درلود.

هغه د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې هم د وسله والو له خوا تښتول شوی و، خو وروسته د قومي مشرانو او محلي منځګړو د هڅو په نتیجه کې خوشې شوی و. تراوسه چا یا کومې ډلې د دغې پیښې مسولیت ندی اخیستی.