د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې ایران ډېر وخت نه لري او که ژر له متحده ایالاتو سره د هوکړې لپاره اقدام ونه کړي، له دې هېواد څخه به "هیڅ هم پاتې نه شي".
هغه په خپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشیل کې په یوه لنډ بیان کې ولیکل:
"د ایران لپاره وخت په ختمېدو دی، ښه ده چې ډېر ژر اقدام وکړي، که نه له هغوی څخه به هېڅ هم پاتې نه شي. وخت ډېر حیاتي دی!"
ولسمشرټرمپ د دغه بیان له خپریدو څو دقیقې وروسته له اکسیوس خبري ویب سایټ سره په یوه ټلیفوني مرکه کې خپل ګواښ بیا تکرار کړ او ویې ویل: "وخت د ایران لپاره په ختمېدو دی".
هغه خبرداری ورکړ چې که د ایران حکومت د توافق لپاره غوره وړاندیز وړاندې نه کړي، نو "ډېر سخت ګوزارونه" به پرې وشي.
اکسیوس د ولسمشرټرمپ له قوله لیکلي چې ویلي یې دي: "موږ غواړو توافق ته ورسېږو. هغوی لا تر اوسه هغه ځای ته نه دي رسېدلي چې موږ یې غواړو. یا باید هغه ځای ته ورسېږي، یا به سخته ضربه وویني، او هغوی دا نه غواړي."
ټرمپ زیاته کړه چې که ایران غوره وړاندیز وړاندې نه کړي، متحده ایالات به پردې هیواد "له مخکې څخه ډېر سخت" برید وکړي.
دوو امریکایي چارواکو هم ویلي چې تمه کېږي چې ولسمشر ټرمپ به د سې شنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ د "وضعیت خونه" کې د خپل ملي امنیت له لوړپوړي ټیم سره غونډه وکړي، څو د احتمالي پوځي اقدام انتخابونه وڅېړي.