د هند د پوځ د لوی درستیز ګواښ چې پاکستان به له جغرافیې لرې کوي د اسلام اباد کلک غبرګون پارولی.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اس پي ار دا خبرې «لیونتوب او جنګ غوښتنه» بللې او ویلي یې دي چې له جغرافیې حذفول به دوه اړخیز وي او پراخ عواقب به ولري.
د هند د پوځ مشر جنرال اوپندرا دویویدي د شنبې په ورځ په یوه غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې که پاکستان داسې کار وکړي چې هند بیا سندور عملیاتو ته اړ باسي څه غبرګون به وښيي؛ وویل چې «پاکستان به له جغرافیې لرې کړي.»
جنرال اوپندرا ویلي چې «که پاکستان له ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکړي او د هند ضد فعالیتونو څخه لاس وانخلي نو تصمیم دې ونیسي چې غواړي په جغرافیه او تاریخ کې پاتې شي که نه.»
هند او پاکستان څو واره لویې او خونړۍ جګړې کړي.
هند تېر کال مې میاشت په پاکستان باندې توغندیز بریدونه وکړل.
هند هغو بریدونو ته د «سندور» عملیاتو نوم ورکړ.
هندي پوځ هغه عملیات د جمو کشمیر په پهلګام سیمه کې د ۲۶ هندي ملکیانو د وژنې په غچ کې وکړل.
د پهلګام د سیمې برید د لشکر طیبې ډلې وکړ چې هند وايي د پاکستان له ملاتړ برخمنه ترهګره ډله ده.