د متحده عرب اماراتو د اټومي انرژۍ بټۍ ته نږدې ډرون لګېدلی او اور یې رامنځته کړی

د براکه اټومي انرژي بټۍ له ابوظبۍ ۲۰۰ کیلومتره لرې پرته ده

د ابوظبي د رسنیو ادارې په متحده عربي اماراتو کې د براکه اټومي بټۍ ته نږدې د اور لګېدو خبر ورکړی.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي چې دا اورلګېدنه د ډرون برید له امله رامنځته شوې ده.

مخکې له دې، د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت اعلان وکړ چې درې ډرونونه له لویدیځې خوا دغه هېواد ته ننوتلي، او یو یې یادې اټومي بټۍ ته نږدې لګېدلی.

دا بټۍ په ۲۰۲۰ کال کې فعاله شوه چې له ابوظبۍ څخه شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لرې په لویدیځو برخو کې د سعودي عربستان او قطر له پولو سره نږدې موقعیت لري.

د اماراتو د اټومي انرژۍ دولتي شرکت په ۲۰۲۴ کال کې اعلان کړی و چې دا بټۍ به د تیلو بډایه دغه هیواد د اړتیا وړ بریښنا څلورمه برخه پوره کړي.

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې عمومي رییس رافیل ګروسي دې اټومي بټۍ ته نږدې برید غندلی.

ګروسي د پیښې په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي هر هغه پوځي فعالیت چې اټومي خوندیتوب ګواښي د منلو وړ نه دی.

د ایران په خاوره کې د امریکا او اسراییلو تر ګډو بریدونو وروسته، متحده عربي امارات د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د غچ اخیستونکو بریدونو ترټولو لوی هدف ګرځېدلی و.