یوناما د طالبانو له خوا د لږ تر لږه درې خبریالانو د نیولو په اړه جدي اندېښنه څرګندوي

عمران دانش او منصور نیازی د طلوع نیوز نیول شوي خبریالان

یوناما وایي چې افغانستان کې د طالبانو له خوا د لږ تر لږه درېو خبریالانو د نیولو په اړه جدي اندېښنه لري.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د پنجشنبې په ورځ، د ثور په ۲۳مه، په یوه اعلامیه کې وویل چې په دغو خبریالانو لګیدلي تورونه لا څرګند نه دي، او له طالبانو یې غوښتي چې ددوی د نیول کیدو قانوني بنسټ او پرې لګېدلي تورونه روښانه کړي او حقوقو ته یې درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا د درېیو خبریالانو د نیولو موضوع رسنیزه شوې، چې په کې د طلوع نیوز خبریالان منصور نیازی او عمران دانش، او د “پیگرد” خبري آژانس مسئول جاوید نیازی شامل دي.

د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دغو خبریالانو د نیولو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نورو محدودیتونو او پر رسنیو او خبریالانو د فشارونو ترڅنګ، وخت ناوخت د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیول یوه جدي اندېښنه رامینځ ته کړې.

د پخواني جمهوري نظام پر مهال، په ډېرو مواردو کې د رسنیو او خبریالانو د سرغړونو اړوند موضوعات د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د ارزونې کمیسیون له خوا څېړل کېدل.

که څه هم دا کمیسیون اوس هم د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې فعال دی، خو د رسنیو او خبریالانو ځینې ملاتړي بنسټونه باور لري چې دا کمیسیون اوس دومره واک او صلاحیت نه لري.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) رئیس حامد عبیدي ازادي راډیو ته وویل:

د طالبانو استخباراتي اداره او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره هر وخت چې وغواړي خبریالان نیسي او شکنجه کوي
حامد عبیدي


“لیدل کېږي چې له بده مرغه دا کمیسیون صلاحیت نه لري، او د رسنیزو سرغړونو او د رسنیو د فعالیتونو اړوند قضیو کې د کمیسیون رول په بشپړه توګه له پامه غورځول شوی دی. د طالبانو استخباراتي اداره او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره هر وخت چې وغواړي خبریالان نیسي او شکنجه کوي.”

د یادو دریوو خبریالانو سربېره، حمید فرهادي، شکیب نظري، ابوذر صارم سرپلی، بشیر هاتف او عزیز وطنوال هم د طالبانو په بند کې دي.

تر دې وړاندې، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ د مې په دریمه د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت، له طالبانو غوښتي وو چې نیول شوي خبریالان له قید او شرط پرته خوشې کړي.

هغه له طالبانو غوښتي وو چې افغان خبریالانو ته ډاډ ورکړي چې هغوی کولای شي له غچ اخیستنې، ځورونې، ګواښ او نیولو پرته خپل کار ترسره کړي.

په دې اړه نور:

ریچارډ بینیټ له طالبانو غوښتي چې بندي خبریالان خوشي کړي


له بلې خوا، د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په همدغه مناسبت په خپل راپور کې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ د ځپلو او د خبریالانو د پراخو نیونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د دې بنسټ د راپور له مخې، په تېر یو کال کې خبریالانو ته د ګواښ ۱۲۷ پېښې او د هغوی د نیولو ۲۰ پېښې ثبت شوې دي، چې لدې جملې یو شمېر خبریالان د طالبانو د رسنیزو پالیسیو د “نه مراعت” یا “سرغړونې” په تور نیول شوي دي.

د طالبانو حکومت چارواکو تل ویلي چې دوی د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او د رسنیو فعالیتونو ته ژمن دي، او په ځینو مواردو کې یې ادعا کړې چې ځینې خبریالان له رسنیز فعالیت پرته نورو قضیو کې نیول شوي دي.

خو یوناما ټینګار کوي چې ازادې او خپلواکې رسنۍ په افغانستان کې د شفافیت، حساب ورکونې او د ټولنې د هوساینې لپاره ضروري دي، او له طالبانو یې غوښتي چې ډاډ ورکړي چې خبریالان وکولای شي پرته له وېرې، ځورونې او یا غچ اخیستنې خپل کار ترسره کړي.