ولسمشر ټرمپ :د چین ولسمشر ایران سره د هوکړې لپاره د مرستې وړاندیز وکړ

د متحدو ایالاتو او چین ولسمشرانو دونالد ټرمپ او شي جین پینګ د پنجشنبې په ورځ ( دمي ۱۴مه ) پیکنګ کې د یو معبد لیدنه وکړه.

دمتحدوایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ پیکنګ کې له خپل چینايي ساري سره له خبرو وروسته وویل چې شي جین پینګ وړاندیز وکړ چې ایران سره د هوکړې او هرمز تنګي څخه د بیړیو د تګ راتګ د تضمین لپاره مرسته وکړي او ژمنه یې وکړه چې ایران ته پوځي تجهیزات نه لیږي.

ټرمپ فاکس نیوز ته وویل: " ولسمشر شي غواړي چې یو تړون وشي. هغه واقعا غواړي چې یو تړون ترسره شي. "

سپینې ماڼۍ،د امریکا او چین د ولسمشرانو له غونډې وروسته په یوه اعلامیه کې وویل چې واشنګټن او پیکنګ سره ومنله چې هرمز تنګی باید د انرژۍ د بهیر په مخ پرانیستی وي او د چین ولسمشر د یاد تنګي د "پوځي کیدو" او د حق العبور د ترلاسه کولو لپاره د هرډول هڅو مخالفت څرګند کړ.

ولسمشر دونالد ټرمپ چین ته له روانیدو مخکې خبریالانو ته ویلي وو چې امریکا د ایران په هکله د پیکنګ مرستې ته اړتیا نلري.