افغانستان کې د طالبانو د حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو د چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې لدې جملې ۴۸۱ تنه د تورخم او ۸۰ تنه د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
خبر زیاتوي چې په دوی کې داسې کورنۍ او افراد شامل وو چې د اقامت په سندونو کې د ستونزو له امله نیول شوي وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ «یو این ایچ سي ار» او د کډوالۍ نړیوال سازمان « آي او ايم» څو ورځې مخکې په خپل ګډ راپور کې وویل چې په تېره یوه اونۍ کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې د پولیسو له لوري ۲۲۸۷ افغان وګړي نیول شوی او بندیان شوي دي.
ملګري ملتونه وايي له ۲۰۲۳ کال راهیسې له دوه میلیونه ډېر افغانان له پاکستانه ایستل شوي او نږدې دوه میلیونه نور لا هم په دې هیواد کې میشت دي.