اروپایي ټولنه به (ډېرژر) طالب استازو ته د بروکسل د سفر بلنه ولیږي، خبرې د کډوالو د ایستلو پر سر دي

بروکسل کې د اروپایي ټولنې دفتر، ارشیف

اروپایي کمیسیون پتېلې چې د طالبانو د حکومت چارواکي په نژدې راتلونکې کې د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته وغواړي. د دغه سفر هدف له شلو اروپایي هېوادونو څخه د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه هغو کډوالو اخراج دی چې جرمي دوسیې لري.

فرانس ‌پریس دوشنبه ناوخته له موضوع د یوې باخبره سرچینې په حواله ویلي چې "ډېر ژر" به کابل ته یو لیک واستول شي او بروکسل کې له طالب چارواکو سره د غونډې نیټه به مشخصه شي.

وړاندې راغلي چې له سویډن سره په همغږۍ د طالب چارواکو د بروکسل له غونډې وروسته به په ورته موضوع دوه ځله اروپایي چارواکي هم افغانستان ته سفر وکړي.

د اروپایي ټولنې یوه ویاند هم ویلي چې چارواکي یې په دې تړاو له طالب استازو سره په احتمالي تعقیبي غونډو باندې هم کار کوي چې په تخنیکي کچه به وي.

په اروپا کې د کډوالو ضد تګلارو له سختېدو وروسته لږ تر لږه شل هېوادونه په دې غور کوي چې څنګه افغان کډوال " په ځانګړې توګه هغه چې جرمي دوسیې لري" افغانستان ته اخراج کړي.

په تیره اکتوبر میاشت کې یوشمېر اروپایي هېوادونو په یوه لیک کې ټینګار وکړ چې د دغې ستونزې لپاره باید ډیپلوماتیکه حلاره پيدا شي.
اروپایي چارواکو ویلي چې په همدې هدف په تیره جنوري میاشت کې په کابل کې د اروپایي ډیپلوماتانو او طالب چارواکو ترمنځ تخنیکي بحثونه هم شوي چې اوس به هغه خبرې بروکسل کې تعقیبېږي.

له دې لیدو‌کتو سره ګڼ شمېر عملي او اخلاقي پوښتنې هم راولاړې شوي، په ځانګړې توګه دا چې دا ډول ګامونه له طالبانو سره تعامل ښيي او اروپایي ټولنې تراوسه د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

بلجیم ته د تګ لپاره، چې د اروپایي بنسټونو کوربه دی، طالب چارواکي باید ځینې معافیتونه ترلاسه کړي، هغه څه چې ممکن بلجیمي چارواکي ورته چمتوالی ولري.

افغانستان ته له اروپا څخه د کډوالو لېږل داسې مهال ترسره کیږي چې افغانستان خپله له بشري ناورین او نورو ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دی.

له ۲۰۲۳ کال راهیسې میلیونونه افغان کډوال له پاکستان او ایرانه اخراج شوي چې له وړاندې یې بشري وضعیت نازک کړی او پر اړوندو ادارو یې فشار زیات کړی دی.