ایګزیټ ازموینه کې بیا هم د نجونو نه ګډون، د ښځینه ډاکټرانو د کمښت انديښنې زیاتې شوي

ارشیف

په افغانستان کې د روغتیايي برخې یو شمېر ښځینه محصلانې چې له زده کړو پاتې شوې دي، وايي د زده کړو له دوام او د ایګزیټ ازموینو څخه د هغوی محرومول د دوی د کلونو هڅې او هیلې نیمګړې او بې پایلې کړي دي.

د طالبانو حکومت له لوري د دې هیواد په ۸ ولایتونو کې د نیمه روغتیايي زده کړو د ایګزیټ ازموینې د نېټې له اعلانېدو او له دې بهیره د نجونو محرومولو سره یو شمېر ښځې او نجونې یو ځل بیا د ښځینه ډاکټرانو او قابلو د کمښت او د ښځو لپاره د روغتیايي خدمتونو پر راتلونکې د هغې د اغېزو په اړه اندېښنې څرګندوي.

په افغانستان کې د روغتیايي برخې یو شمېر نجونې محصلانې چې د زده کړو د دوام څخه محرومې شوې دي وايي، د ایګزیټ له ازموینې څخه محرومیت یې د کلونو زحمتونه بې پایلې کړل.

د غزني ولایت د طب پوهنځي د درېیم سمستر پخوانۍ محصلې فتانې ازادي راډیو ته وویل، هغه نجونې چې په سختو شرایطو کې یې زده کړې کړې، اوس نه یوازې له زده کړو، بلکې د کار او خلکو ته د خدمت له حقه هم محرومې شوې دي او دې وضعیت د هغوی د راتلونکې په اړه ژوره ناامیدي او اندېښنه رامنځته کړې ده."دا یوازې د یوې ازموینې موضوع نه ده، بلکې د هغو نجونو د راتلونکې مسئله ده چې خپلې زده کړې یې بشپړې کړې دي، خو اوس ان د کار حق هم نه لري، موږ ډېرې ناهیلي او خپه یو، ځکه هغه زحمتونه چې کلونه مو ګاللي، نن بې برخلیکه ښکاري،زموږ هیله دا ده چې نجونو ته هم د ازموینې او کار لپاره برابر فرصتونه برابر شي، څو وکولای شو د خپل مسلک له لارې خلکو ته خدمت وکړو."

د فراه ولایت یوې اوسېدونکې میرمنې بیا په دې ولایت کې د ښځینه روغتیايي کارکونکو د کموالي څخه شکایت وکړو او وې ویل چې دغ چارې دناروغو ښځو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

هغې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:"په دې ولایت کې نه یوازې ډاکتران کم دي بلکې د قابلو کمښت د پام وړ زیات دی، پخوا به وضعیت ښه و، قابله‌ګانې ډېرې وې، هر ځای ته چې به تللو قابله به پیدا کېده، او دوی به له ښځو سره مرسته کوله خو اوس آن ښځینه نرسانې هم نشته، موږ اړ یو چې د ډېرو وړو ناروغیو په ځانګړې ډول د یوې پیچکارۍ یا هم یوې وړې معاینې لپاره هم نارینه ډاکټر ته لاړ شو.ه هم نشته. موږ مجبور یو نارینه ډاکټر ته ولاړ شو چې هلته موږ ته پیچکاري وکړي یا معاینه مو کړي."

د روغتیايي برخې یو شمېر ښځینه کارکوونکې هم وايي چېپه ځینو روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت جدي محسوسېږي.

د تخار ولایت یوې ښځینه ډاکټرې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، د غږ د بدلېدو په شرط وویل:"ډېرې کورنۍ چې موږ ته راځي، زیاتره وایي چې ناروغه یې باید ښځینه ډاکټره معاینه کړي، هغوی نه غواړي نارینه ډاکټر ته لاړې شي، خو کله چې ښځینه ډاکټره نه وي، بیا مجبوره کېږي چې نارینه ډاکټر ته مراجعه وکړي، د پرسونل کمښت ډېر زیات دی."

تر دې وړاندې هم د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي وو چې په روغتیايي مرکزونو، په ځانګړي ډول د نسایي او ولادي برخو کې، د ښځینه کارکوونکو شمېر کم دی او همدې مسئلې امیندوارې ښځې او ښځینه ناروغانې له ستونزو سره مخ کړې دي.

دا اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي ادارې یکشنبه د ثور ۲۰مه اعلان وکړ چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اړوند د روغتیايي انسټیټیوټونو د (اېګزېټ) ازموینه به د ننګرهار، لغمان، کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، نیمروز او فراه ولایتونو کې د سرطان د میاشتې په ۵مه واخیستل شي.

دې ادارې په خپلې اعلامیې کې د ښځینه ډاکترانو یادونه نه ده کړې خو د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په تېرو څو کلونو کې ښځو او نجونو ته په دې ازموینه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.

د طالبانو حکومت واک ته تر بیا ځلې رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته تر پوهنتونه د نجونو په هر ډول زده کړو بندیز لګولی او دغه راز یې په ۲۰۲۴ کال کې د نجونو نیمه روغتیايي زده کړو مرکزونو ته د دوی په ورتګ هم بندیز ولګوه او دغه راز طالب چارواکو په افغانستان کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت مسئله هم رد کړې ده.

د ایګزیټ ازموینه ،د لوړو زده کړو د طبي شورا له لوري د طب پوهنځي له هغه فارغو شویو محصلینو اخیستل کیږي چې د ستاژ یا په دولتي روغتون کې یې د عملي کار دوره بشپړه کړي وي، او د زده کړو سند یې د لوړو زده کړو د وزارت تایید کړي وي.

په دې ازموینه کې تر بریالیتوب وروسته بریالیو ډاکترانو ته په ټولنه کې د فعالیت اجازه ورکول کیږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق «یونېسف» په وروستیو کې خبرداری ورکړی چې افغانستان له یوه دوه‌ګوني بحران سره مخ دی؛ له یوې خوا روزل شوې ښځینه کاري قوه له لاسه ورکوي او له بلې خوا د هغوی د ځای ناستې لپاره نوې نسل هم نه روزل کېږي.

د هغه تحلیلي راپور له مخې چې دې ادارې دوه اوونۍ وړاندې خپور کړی، ښايي افغانستان تر ۲۰۳۰ کال پورې د روغتیا په برخه کې تر ۵۴۰۰ پورې ښځینه کارکوونکې له لاسه ورکړي.

په راپور کې راغلي چې د دې وضعیت پایلې د روغتیا په برخه کې جدي کېدای شي، ځکه په ډېرو سیمو کې ښځې د ټولنیزو دودونو له امله نه شي کولای نارینه ډاکټرانو ته مراجعه وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وو چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو پالیسۍ، لکه د طبي زده کړو بندیز، د تګ راتګ محدودیتونه او روغتون یا کلینیک ته د تلو لپاره د محرم شرط، جدي خنډونه رامنځته کړي دي.

د هغه په وینا، دغو خنډونو ښځو او نجونو ته د روغتیايي خدمتونو لاسرسی نور هم سخت کړی او روغتیايي ستونزې ورځ تر بلې خرابېږي او دوام به وکړي.