پاکستاني پولیسو تېر یوه اوونۍ ۲۰۰۰ افغان کډوال نیولي او بندیان کړي یې دي

پاکستاني پولیس د افغان کډوالو سره

ملګري ملتونه وايي په تېره یوه اونۍ کې پاکستان له ۲ زره ډېر افغانان نیولي او بندیان کړي دي. لا هم له پاکستانه د افغانانو د ډله ییزې جبري ستنونې لړۍ په شدت روانه ده. ملګرو ملتونو ویلي د اپریل له ۲۶مې د مۍ تر ۲ مې نږدې ۴۰ زره افغانان د تورخم، غلام خان، چمن، بادینې او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

۲۷ کلن عبدالله چې په خبره یې د پاکستان په بلوچستان کې پیدا او را لوی شوی اوس د ډیپورټ ویرې په سر اخیستی.

عبدالله ازادي راډيو ته وویل:

دلته پولیسو ډېر تنګ کړی یو، زموږ تره زامن یې ټول نیولی وو، په ډېرو کوششونو مو راخوشې کړل، اوس روان یو وطن ته، هلته کور هم نه لرو خو د الله په هیله روان یو
یو افغان کډوال

هغه زیاته کړه: «دا ما دلته په پولیټیکل ساینس کې لیسانس هم کړی بس وطن ته ځو او له دې وروسته به د خپل وطن خدمت کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ «یو این ایچ سي ار» او د کډوالۍ نړیوال سازمان « آي آو آيم» په خپل ګډ راپور کې ویلي چې په تېره یوه اونۍ کې د پاکستان په بیلابیلو سیمو کې د پولیسو له لوري ۲۲۸۷ افغان وګړي نیول شوی او بندیان شوي دي.

په دې ګډ راپور کې چې جمعه د ثور ۱۸مه خپور شوی راغلي چې د تېرې اپریل له ۲۶ مې د مۍ تر ۲ مې پورې په نیول شویو دغه افغانانو کې ۹۵ سلنه یې د ACC کارت لرونکې او بې اسناده افغانان او دغه راز ۵ سلنه نورو د POR کارتونه لرل.

د راپور له مخې د ټولو نیونو ۶۶ سلنه په بلوچستان، ۱۵ سلنه په خیبر پښتونخوا، ۹ سلنه په اسلام اباد او ۷ سلنه په پنجاب کې ثبت شوي دي.

د راپور له مخې د اپریل له ۲۶مې د مۍ تر ۲ مې شاوخوا ۳۹ زره ۴ سوه ۸۷ افغانان د تورخم، غلام خان، چمن، بادینې او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

یو شمېر تازه ستانه شوي افغانان بیا وايي پاکستاني پولیسو ورسره ناسم چلند کړی او په لارو کې یې ترې په یو او بل نوم پیسې اخیستې دي.

غلام الله تازه ستون شوی کډوال چې اوس مهال په تورخم کې د کډوالو په لنډ مهالي پنډغالي کې میشت دی ازادي راډيو ته وویل:

«پاکستان کې له افغانانو سره بې حده ظلم روان دی، حکومت درته وايي هلئ تر مازدیګره ووځي، هیڅ وخت نه درکوي، کنه نیول کیږئ، دومره یې مجبور کړو چې په دې سره ګرمۍ کې مو هر څه په نیمه بیه وپلورل او حرکت مو وکړو، زما یوه غوا وه چې په لس لکه یې رانه مخکې غوښته خو اوس مې په ۴ لکه خرڅه کړه او راووتو، پاکستان موږ سره ډېر ظلم وکړو او زموږ اقتصاد یې راخراب کړو.»

یو بل ستون شوي افغان چې دا هم په همدې کمپ کې میشت دی له ازادي راډيو سره په خبرو کې ورته ادعا وکړه.

نوموړي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي شنبه د ثور ۱۹مه ازادي راډيو ته وویل:

«موږ هلته مردان کې اوسېدو، پولیسو ډېر تنګ کړی وو، هره ورځ نیول او پیسې اخیستل وو، کسان به یې ونیول، نوره کورنۍ به یې هلته پاتې شوه، دوی به کسان دیپورټ کړل، په لارو کې هم له موږ نه په یو نوم او بل نوم پیسې اخیستل شوي دي، خو اخر راورسېدو او اوس دلته په تورخم کې یو.»

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ډله ییزې ستنونې لړۍ په شدت روانه ده.

د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون د راپور له مخې جمعه د ثور ۱۸مه ۴۴۱۳ کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو له پاکستانه افغانستان ته داخل شوي دي.

که څه هم پاکستان له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې پیل کړه خو له وروستیو څو میاشتو راهیسي یې له طالبانو سره ظاهرا د اړیکو له ترینګتیا وروسته په کډوالو فشارونه تر بل هر وخت زیات کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار د راپور له مخې له ۲۰۲۳ کال راهیسې له دوه میلیونه ډېر افغانان له پاکستانه ایستل شوي او نږدې دوه میلیونه نور لا هم په دې هیواد کې میشت دي.

د ملګرو ملتونو بیلابیلو ادارو په پرلپسې راپورونو کې ویلي چې له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او ایرانه ستانه شوي افغانان اوس مهال په کور دننه د سرپناه، دندو او نورو اړینو خدمتونو د نشتوالي له امله دا ستانه شوي د پام وړ ننګونو سره مخ دي.