افغان باډيبلډر علي بلال په امریکا کې د «نیویارک پرو» بدني روزنې د نارینه ووو د فزیک ګته ګورۍ په سیالیو کې اتلولي خپله کړه.
بلال د جمعې په شپه په پایلوبه کې د برازیل لوبغاړي اېډوان پالمېرا ته ماتې ورکړه، او لومړی مقام یې خپل کړ. د سیالیو درېیم مقام د اندونیزیا د عیسی کاسیک په برخه شو.
علي بلال پر سټېج پیاوړې ننداره وړاندې کړه او د خپل بدن جوړښت، د عضلو د واضح حالت او غوره نندارې له امله وستایل شو.
علي بلال د باډيبلډنګ په برخه کې د افغانستان تر ټولو بریالیو نړیوالو ورزشکارانو څخه ګڼل کېږي. هغه تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال «ارنولډ کلاسیک» سیالۍ هم ګټلې وې او د «مستر اولمپیا» په سیالیو کې یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې پرلهپسې دوهم مقامونه ترلاسه کړي وو.