کابل کې د جنايي پېښو زیاتوالي ښاریان اندیښمن کړي

د کابل د ښار د یوې مزدحمې برخې انځور، ارشیف

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي، ښار کې د جنايي پېښو، په ځانګړې ډول د غلاوو زیاتېدو د امنیتي وضعیت اړوند اندېښنې زیاتې کړې دي. دوی وايي د تیلفونونو، موټرو او موټرسایکلونو غلا د دې لامل شوي چې خلک د شپې له مخې په وېره کې تګ،راتګ وکړي. چارواکي د دې جرمونو په تړاو د لسګونو کسانو د نیولو خبره کوي.

جنايي پېښو په ځانګړې ډول د کابل په بېلابېلو برخو کې غلاوو په دې وروستیو کې د کابل ښاریانو جدي اندېښنې راپارولې دي.

د کابل یو شمیر اوسیدونکي وايي د موبایلونو، موټرسایکلونو غلا، د غلاوو پر مهال وهل ټکول او په ځینو سیمو کې ناامني د دې لامل شوې چې ډیری کورنۍ په ماښام او شپه کې په وېره کې تګ راتګ وکړي.

د کابل ښار د اتمې ناحیې یو اوسیدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

اوس خلک واقعاً ویره لري، په ځانګړې ډول هغه کسان چې له کاره ناوخته کور ته راځ

"تقریبا یوه میاشت وړاندې یې زما له جیبه موبایل غلا کړی و او همدا څو شپې وړاندې زموږ کور ته نږدې یې یو ځوان په چاقو وېرولی و چې موبایل او پیسې یې ترې اخیستې وې، اوس خلک واقعاً ویره لري، په ځانګړې ډول هغه کسان چې له کاره ناوخته کور ته راځي، موږ پخپله د شپې لخوا هېڅ تګ راتګ نه کوو."

د کابل ښار د پنځمې ناحیې اوسیدونکی جلیل احمد هم وايي، په دې وروستیو ورځو کې په خپله سیمه کې د غلا شاهد و.

ده د یوې سیمه ییزې امنیتي کامرې یوه ویډیو چې د غلا پر مهال ثبت شوې، له ازادي راډیو سره شریکه او زیاته یې کړه:

همدا یوه اونۍ وړاندې د ملګرو او ګاونډیانو شاهدان یو چې موټر یې ترې د کور له مخې غلا شوی و
جلیل احمد

"همدا یوه اونۍ وړاندې د ملګرو او ګاونډیانو شاهدان یو چې موټر یې ترې د کور له مخې غلا شوی و، او هغه هم هغه مهال چې ماشومان له ښوونځي رخصت شوي وو، امنیتي ځواکونه وتوانېدل چې هغه کسان ونیسي چې موټر یې غلا کړی و او موټر یې خپل مالک ته بیرته ورکړ، که څه هم د کابل په کوڅو کې امنیتي کامرې شته، خو بیا هم ځینې نیمګړتیاوې شته چې د غلاوو او نورو جرمونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي."

د کابل ښار دا اوسیدونکي د طالبانو د حکومت له امنیتي ځواکونو غوښتنه کوي چې د ښار په بیلابیلو سیمو کې د جنایي پیښو د مخنیوي لپاره امنیتي حضور زیات کړي او د دې پیښو عاملین په جدي توګه تر څار لاندې ونیسي او سزا ورکړي.

دا اندیښنې داسې مهال مطرح کیږي چې د طالبانو حکومت هم په وروستیو اونیو کې په کابل کې د جنایي جرمونو په تور د لسګونو کسانو د نیولو اعلان کړی دی.

په کابل کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د ثور په ۱۷مه په خپل ایکسپاڼه لیکلي، چې د کابل په پنځمه ناحیه کې امنیتي ځواکونو ۲۳ کسان د موټرسایکلونو د غلاوو په تور نیولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغو کسانو د کابل په بیلابیلو برخو کې د خلکو موټرسایکلونه غلا کول چې ورنه ۱۸ غلا شوي موټرسایکلونه هم ترلاسه شوي دي.

دغه شان د تیرې میاشتې په اوږدو کې په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ لخوا د جلا، جلا خپرو شویو خبرپاڼو او معلوماتو پربنسټ، د کابل په بیلابیلو سیمو کې لږترلږه ۷۳ کسان د مختلفو جرمونو په تور نیول شوي دي.

د دې معلوماتو له مخې، د نیول شویو کسانو له ډلې ۷ کسان د قتل په تور، یو د مخدره توکو د پلورلو او پاتې نور د کورونواو دوکانونو د لوټلو، دغه شان د موټرو، موټرسایکلونو، موبایلونو او نورو توکو د غلاو په تور نیول شوي دي.

په داسې حال کې چې له دې مخکې میاشت کې بیا خپاره شوي ارقام ښيي د ورته جرمونو په تړاو شاوخوا ۲۹ کسان نیول شوي دي؛ چې ظاهرا په دې برخه کې د جرمونو او نیونې د پېښو زیاتوالی ښیې.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت نظر ترلاسه کړي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع او په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د راپور تر خپرېدو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت تل ویلي چې د جرمونو د مخنیوي او د خلکو د امنیت د ډاډمنولو لپاره اړین اقدامات شوي دي، او د عاملینو د پیژندلو او نیولو هڅې روانې دي.

خو پوښتنه دا ده، چې کوم عوامل د جرمونو د زیاتوالي لامل شوي او څنګه یې مخنیوی کیدای شي؟

یو شمیر امنیتي کارپوهان وايي چې د جرمونو د زیاتوالي اصلي لاملونه د ځوانانو بې کاري او د خلکو اقتصادي ستونزې دي.

د دغو کارپوهانو له ډلې اختر محمد راسخ ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

د جنايي جرمونو د کمولو اساسي اصول دا دي چې د ځوانانو لپاره د دندو موندلو، د هغوی بوخت ساتلو او ورته د تفریح رامنځته کولو ته پاملرنه شوې واې


"د جنايي جرمونو د کمولو اساسي اصول دا دي چې د ځوانانو لپاره د دندو موندلو، د هغوی بوخت ساتلو او ورته د تفریح رامنځته کولو ته پاملرنه شوې واې، چې دوی له هغه ادرسه یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړې وه او په کار بوخت وو، په دې توګه به د جنايي جرمونو مخنیوی شوی وای، اقتصاد د امنیت په ډاډمنولو کې اساسي رول لوبوي، کله چې اقتصاد کمزوری وي، جنايي جرمونه، غلا، سرقت، رشوت او ناامني زیاتیږي، ځکه چې بنسټیز لامل یې له اقتصادي ستونزو سره تړاو لري."

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د طالبانو حکومتي چارواکو په وار وار ادعا کړې چې په هیواد کې عمومي امنیت خوندي شوی او د جنايي جرمونو کچه راټیټه شوې ده.

خو په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ځینو ښارونو، په ځانګړې ډول کابل کې د غلاوو، وژنو، تښتونو او نورو جنايي پیښو راپورونه خپاره شوي، چې خلکو یې اندېښمن کړي دي.

د امنیتي اندیښنو سربیره، نړیوالو سازمانونو او افغان کارپوهانو په وار وار په افغانستان کې د بې وزلۍ، بیکارۍ او اقتصادي ستونزو د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی؛ هغه مسایل چې د دوی په باور د جرمونو د زیاتوالي لامل کیدای شي.