د امریکا متقاعد مرستیال اډمیرال رابرټ موریت: هرمز تنګی د امریکا لویه ننګونه ده

د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد مرستیال اډمیرال رابرټ موریت وایي، د هرمز تنګي په اړه د امریکا پوځي دریځ د داسې ډیپلوماټیکې حل لارې لپاره داسې برلاسي دریځ ته د رسیدو لپاره مهم دی چې د ازاد او پرانیستي سمندري تګ راتګ مسله ډاډمنه کړي. نوموړي دا خبره د ازادې اروپاـ ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وکړه او زیاته یې کړه، د سمندري ځواک په ګډون هرهغه څه چې موږ یې د ازاد او د سمندري تګ راتګ د آزادۍ د یقیني کولو لپاره ترسره کولی شو، د دې ارزښت لري چې د هرمز تنګي په اړه یې وارزوو.

داسې ښکاري چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ نازک اوربند ورځ تربلې ترفشارلاندې دی

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي په تړاو د " ازادۍ پروژې" په نوم د عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ چې هدف یې د سوداګریزو بېړیو د تګ راتګ بېرته عادي کول دي، داسې ښکاري چې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ نازک اوربند ورځ تربلې ترفشارلاندې دی. سره له دې چې په هرمزتنګي کې کړکیچ په اوج کې دې او خطرونه پرخپل ځای دي، باروړونکي لوی شرکت، مایرسک وویل چې یوه بېړۍ یې د مې په ۴مه نېټه د امریکا د پوځ د خوندیتوب ترچتر لاندې په بریالیتوب سره له دې تنګي تېره شوه.

په دې اړه نور:

ټرمپ: هرمز تنګي کې د " دازادۍ د پروژې" عملیات وځڼډول شول

د نازک اوربند سره سره په هرمز تنګي کې وروستیو پیښو ته په پام چې ویل کیږي امریکایي ځواکونو څو ایراني کشتۍ ویجاړې کړي او پرمتحده عربي اماراتو توغندي توغول شوي، ښاغلي موریت دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا موږ د نازکې سولې له مرحلې تیرشوي یو او عملاً بیرته د جګړې حالت ته داخل شوي، وویل، "دا مهمه موضوع ده. زه په ډاډه ویلی شم چې دا هلته د روان کړکیچ د ډېر زیاتوالي څرګندونه کوي. هغه فعالیتونه چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شوي، ډېر د اندیښنې وړ ځکه دي چې دا د شخړې د لا پراخېدو نښې څرګندوي.

یقیناً، د بېلګې په توګه، پرمتحده عربي اماراتو او هغو دوو بیړیو چې متحده عربي اماراتو ته نژدې د هرمز تنګي بلې غاړې ته پرې برید شوی، د همدې اندېښنو یوه برخه ده. خو همدارنګه هغه تعاملات چې په فارس خلیج کې رامنځته شول او په دواړو لورو کې ځینې بریدونه چې پکې زموږ خپل د متحده ایالاتو د سمندري ځواک له لوري د هغو کوچنیو کښتیو ډوبول هم شامل دي چې ایران ځای پر ځای کړې وې، موږ په ډېر ګواښوونکي وضعیت کې درولي یو."

سیمه نور یوازې د " کمزورې او نازکې سولې” په حالت کې نه ده، بلکې د فعالې شخړې او خطرناک کړکېچ پړاو ته داخله شوې ده

په هرمز تنګي کې روان وضعیت ته په پام د امریکا د سمندري چارو پخوانی مرستیال اډمیرال رابرټ موریت وایي، سیمه نور یوازې د " کمزورې او نازکې سولې” په حالت کې نه ده، بلکې د فعالې شخړې او خطرناک کړکېچ پړاو ته داخله شوې ده.

ښاغلی موریت وایي، وروستۍ پېښې جلا نه دي، بلکې د شخړې د پراخېدو څرګندې نښې دي، په ځانګړي ډول چې د سیمې هیوادونه لکه متحده عربي امارات د سیمې په امنیتي چاپریال کې په مستقیم ډول ښکیل کیږي.

په عملیاتي ډګر کې، د امریکا غبرګون د "ازادۍ پروژې" په نوم د نوښتونو ترچترلاندې تشریح شوی چې د سمندري تګ راتګ پر خوندي کولو متمرکزدي. خو موریت د داسې یوه ماموریت اساسي ستونزې په ډاکه کوي او وایي، د تنګي تنګه جغرافیه او د ایران غیرمتعارفې وړتیاوې لکه کوچینۍ چټکې بېړۍ، ډرونونه، اوان تر اوبو لاندې روبوټیک وسایل، دا عملیات ډېرپیچلي کوي. د دې پرځای د امریکا سمندري ځواکونه او د اډمیرال برډ کوپرپه مشرۍ د امریکا مرکزي قومندانۍ په پراخه کچه پرڅو پوړیزې دفاع تکیه کوي. په ځانګړې توګه پرهوايي څارنې او له لرې واټن څخه د ملاتړ پر سیسټمونو.

موریت څرګندوي چې دا چلند د "فعالې دفاع" پر لور د بدلون څرګندونه کوي، چیرې چې ګواښونه ښایي مخکې له دې چې سمدستي عملي بڼه غوره کړي، مستقیم بریدونه وانګیرل شي او په نښه شي اودا ځکه چې د جګړې چاپېریال محدود او چټک بدلون مومي. هغه همدارنګه یادونه کوي چې د امریکا د پنځم نمبر سمندري ځواک په ګډون د سمندري ځواکونو حضور لویه برخه نه یوازې د تنګي دننه بلکې د عمان خلیج او د عربي سمندر په شمالي برخو کې هم فعالیت کوي، چې دا نسبتاً یوانعطافي خو لرې پوښښ برابروي.

وه لویه اندېښنه د سوداګریزو بیړیو پرفعالیتونو کمزوری باوردی. حتی که پوځي ساتنه موجوده وي، بیمه‌ کوونکي شرکتونه لا هم د سیمې له لارې د تګ راتګ بیمه کولو ته زړه نه ښه کوي

د نوموړي په خبره یوه لویه اندېښنه د سوداګریزو بیړیو پرفعالیتونو کمزوری باوردی. حتی که پوځي ساتنه موجوده وي، بیمه‌ کوونکي شرکتونه لا هم د سیمې له لارې د تګ راتګ بیمه کولو ته زړه نه ښه کوي. د بیمې له پوښښ پرته، سوداګریز سمندري ترانسپورټ په بشپړه توګه بېرته نه شي عادي کېدای او دا هغه څه دي چې موریت یې حتی د پوځي ټکر اخوا یو اقتصادي بندښت بولي.

له ستراتیژیک نظره، د ایران برلاسي توب په جغرافیې او د هرمزتنګ دا د نړۍ د انرژۍ د یوه مهم دهلېز د ګډوډولو په وړتیا پورې تړلی دی. خو موریت ټینګار کوي چې ایران هم نیت نه لري چې دا تنګی د اوږدې مودې لپاره بند کړي، ځکه خپل اقتصاد یې هم تر ډېره پر هغو صادراتو پورې تړلی دی چې له همدې لارې کیږي. د نوموړي په خبره دغه زیانونه چې یوه او بل لوري ته رسیږي، د خطر ترڅنګ د ډیپلوماسۍ لپاره فرصت هم رامنځته کوي.

داچې ایا د شخړې د پراخېدو خطرڅومره زیات دی، موریت یې ټولې سیمې ته پراخیدل تر ټولو جدي خطر بولي، په ځانګړي ډول که اوسني اوربند مات شي. هغه یادونه کوي چې که څه هم ایران د شخړې د چټکې پراخېدو وړتیا لري، خو تر اوسه پورې څرګنده نښه نشته چې ګواکې دا هیواد غواړي په اوس وخت کې شخړه په بشپړ ډول پراخه کړي.

په دې اړه نور:

جګړې د ایران له مخکې کمزوری اقتصاد سخت ځپلی

ښاغلی موریت د متحدینو د ښکېلتیا په اړه دا نظر ردوي چې د اروپا احتیاط د استخباراتي تشو نښه ده. بلکې نوموړی د خطرونو او د سمندري لاسرسي د ساتنې پر اهمیت د اسیایي شریکانولکه جاپان او جنوبي کوریا په ګډون د امریکا او اروپا ترمنځ د پراخې همغږۍ خبره کوي.

په ټوله کې ښاغلی موریت په دې نظردی چې یوازې پوځي اقدامات په سیمه کې وضعیت باثباته کولای نشي بلکې د نوموړي په اند، یوازینۍ دوامداره حل‌لاره به یو ډیپلوماټیک جوړجاړی وي چې آزاد سمندري تګ راتګ تضمین کړي، په سیمه کې بریدونه راکم کړي او ښایي د ایران د اټومي پروګرام پر محدودیتونو یو منظم چوکاټ بېرته را ژوندی کړي.

په لنډ مهال کې به کامیابي د پریکنده بریا په معنا نه وي بلکې بریا به هغه وي چې کړکیچ کم شي: د بیړیو د تګ راتګ د لارو پرانیستې ساتل، د نورو بریدونو اود داسې پارونکو پیښو لکه د سوداګریزو کشتیو یا جنګي بیړیو په نښه کېدل چې کولای شي شخړه په چټکۍ سره پراخه کړي، مخنیوی.