د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې حل لارې ته د رسیدو پرسر د خبرو اترو په دوام، د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ یوې موافقې ته رسېدل "ډېر محتمل" بللي او تهران لا هم وایي چې د امریکا د وړاندیز ارزونه کوي.
ولسمشر ټرمپ، د چهارشنبې په ماښام وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له "ډېرو ښو خبرو اترو" وروسته، له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته د رسیدو " احتمال زیات" دی.
دا په همدې ورځ له ایران سره د خبرو اترو د بهیر په اړه د امریکا د ولسمشر څویم دریځ و چې دې یې څرګندوي. هغه تردې څو ساعته مخکې په سپینه ماڼۍ کې په خپلې وینا کې ویلي وو: "موږ له هغو کسانوسره (په ایران کې) مخ یو چې ډېر غواړي یوې موافقې ته ورسېږي."
په همدې حال کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم په همدې ورځ وویل چې تهران لا هم د امریکا پر وړاندیز غورکوي.
اکسیوس وېب پاڼې او رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ په جلا توګه د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړ چې واشنګټن او تهران د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه "یو مخیز تفاهم لیک" ته نږدې شوي دي.