درنو او شاقه کارونو د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ د کنډو سیمې د اوسېدونکي ۸ کلن ساحل د ماشومتوب دوره اخیستې ده.
ساحل وایي پلار یې پنځه کاله وړاندې په یوه پېښه کې مړ شوی او دی مجبوره دی د خپلې مور او درې کم عمره خویندو او یو کوچني ورور لپاره نفقه پیدا کړي.
ساحل چې په ماشومتوب کې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکی دی
ساحل د دوشنبې په ورځ «د ثور په ۱۴مه» ازادي راډیو ته وویل: "زه د (غنمو) د لو کار کوم، وري پیایم او د جمعې په ورځ چې مېلې وي، لاس ګاډی چلوم، اوړه په کې وړم نورو کسانو سره، دوه کلونه کېږي چې کار کوم، کله ۶۰ افغانۍ راکوي کله ۵۰ افغانۍ، نو موږ پرې ډوډۍ پخوو او سبزۍ پرې اخلو، زه خپله یې راوړم."
ساحل وایي د ښوونځي دوهم ټولګي کې دی، خو دا چې په کافي اندازه د درسونو تکرار ته وخت نه مومي، په اسانه یې نه زده کېږي او ډېر ذهني فشار پرې راولي.
دی له دولت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د ده او کورنۍ لاسنیوی یې وکړي: "زه ماسپښین مکتب ته ځم او سهار لونه کوم، سخت دي، ما سره دې کمک وشي، مرسته وکړئ چې زه بیا درس ووایم."
ساحل هیله مند دی چې راتلونکي کې انجنیر شي، خو په خبره یې بۍ وزلۍ او د سرپرست نه لرلو یې ژوند له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
دا یوازې د ساحل نه، بلکې د زرګونو افغان ماشومانو کیسه ده چې بېلابېلو اقتصادي ننګونو، بې وزلۍ، د سرپرست نه لرلو او په تېرو جګړو کې د کورنۍ د مشرانو او سرپرستانو له لاسه ورکولو سختو او درنو کارونو ته اړ ایستلي او له خپلو عمرونو څو چنده لوړ مسؤلیتونه ور له غاړې دي.
د ماشومانو د حقونو ځینې فعالان د یو انسان لپاره د ماشومتوب دوره خورا مهمه او حساسه بولي او ټینګار کوي چې دوی ته دې خوندي شرایط او له درنو کارونو لرې فضا برابره شي.
له دې ډلې د ماشومانو د حقونو فعال نجیب الله ببرکزي ازادي راډیو ته وړاندې زیاته وویل: "د ماشومانو ساتنه او د دوی د حقونو ملاتړ دا په ټولو مواردو کې ځکه اړین دي چې ماشومان په هر حالت کې زیانګالي دي، د دوی دا زیانګالي د دې لامل کېږي چې له دوی ناوړه استفاده وشي، ناوړه استفاده په دې مانا چې که پر دوی هغه درانه فزیکي کارونه چې ماشومان یې توان نه لري ورباندې کېږي، یا هغه کارونه چې د لویانو دي او ماشومان یې توان نه لري دا پر دوی تحمیل شي دا له دوی څخه ناوړه استفاده ده، خو په ټوله کې د ماشومانو د ساتنې او ملاتړ تر ټولو ډېر مسولیت د دولتونو او حاکمو چارواکو پر غاړه دی، په ورته وخت د کورنیو هم مسولیت دی چې باید د ماشومان زیانګالي وپیژني، او خپلو ماشومانو ته اګاهي ورکړي او د دوی د حقونو ملاتړ او رعایت ته ژمن پاتې شي."
دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان «سېف ده چلډرن» د تېر ۲۰۲۵ کال جون میاشت کې د افغان ماشومانو د وضعیت اړوند یو ځانګړي راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې دا مهال په هرو پنځو ماشومانو کې یو یې د لوږې له ناورین سره مخ دی.
«سېف ده چلډرن» راپور ورکړی و چې په افغانستان کې پنځه میلیونه ماشومان چې د ټول هېواد ۲۰ سلنه جوړوي، د بودجې د کمښت او کورنیو ته یې د خوړو د مرستې د کمښت له امله د لوږې له جدي کچې سره مخ دي.
دې سازمان زیاته کړې وه چې د بد بشري وضعیت، لوږې، بې کارۍ او سختو اقتصادي ستونزو له امله زرګونه افغان ماشومان او کم عمره نوي ځوانان د خپل ماشومتوب دوره له لاسه ورکوي او سختو او درنو کارونو او مسولیت منلو ته اړ ایستل کېږي.