د پاکستان د پوځ یو ملاتړی مشهور دیني عالم شیخ محمد ادریس ووژل شو

شیخ محمد ادریس، تصویر هغه ته له منسوبې فیسبوک پاڼې اخیستل شوی

ناپیژنده وسله والو د پاکستان یو وتلی دیني عالم شیخ محمد ادریس وژلی دی.

پاکستاني رسنیو لیکلي چې پر نوموړي نن سه شنبه سهار مهال د خیبرپښتونخوا په چارسده کې ډزې شوي دي.

وړاندې راغلي چې ډزې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا د شیخ ادریس پر موټر هغه مهال شوي چې نوموړی خپلې مدرسې ته روان و.

شیخ ادریس په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او د پوځ د مشر عاصم منیر په ملاتړ څرګندونې کولې.

تحریک طالبان پاکستان ( ټي.ټي.پي) د هغه پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د "اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم د زرګونه مجاهدینو" استاد بللی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه یوه خبرپاڼه کې د شیخ محمد ادریس پر وژل کېدو خفګان څرګند کړی دی.

اعلامیه کې د هغه وژل کېدل غندل شوي او " د اسلام او علماوو د دښمنانو" کار بلل شوی دی.

تراوسه د پيښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.