د سېلونو دوام، دا ځل یې شمال ختیځو ولایتونو کې د سر او مال زیان پیښ کړی

ارشیف

په تخار او بدخشان کې سیلونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د بدخشان سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دې ولایت په بهارک او اورګو ولسوالیو کې د سیلونو له امله دوه تنه مړه شوي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

په افغانستان کې د ویجاړوونکو اورښتونو او سېلابونو دوام.

تازه یې په بدخشان او تخار ولایتونو کې ۴ تنه مړه کړي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د بدخشان ولایت د پېښو په وړاندې د چمتووالي د ملي ادارې ویاند نورالهدا سرداري رسنیو ته په استولي وېډیو کلپ کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله دغلته دوه تنه مړه شوي او یو بل ټپي دی او دغه راز سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او د خلکو کورونه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي دي.

نوموړي ویلي ډېر زیان په بهارک او اورګو ولسوالیو کې اوښتی دی.

په همدې حال کې د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس خبر ورکړی چې ‏د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکی جاوېد وایي، پرون یکشنبه له سختو اورښتونو وروسته سېلونو هر څه ترې وړي دي.

هغه دوشنبه د ثور په ۱۴مه ازادي راډيو ته وویل: "پرون سخت سېلاب راغلی و، زموږ کور یې ونړاوه، زموږ کروندې له منځه تللې دي، سړکونه مو ویجاړ شوي دي، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، حکومت دې خپل د سروې ټیمونه راولېږي هر څه دې په خپلو سترګو وګوري او موږ سره دې مرسته وکړي."

د همدې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي محمد فرید هم ورته خبره وکړه.

هغه وویل: "سېلاب راغی، ما ایله همدومره وکړل چې خپل ماشومان وژغورم، نور یې هر څه رانه یوړل، هېڅ نه دي راپاتې."

د تخار یو شمېر اوسېدونکي هم وايي سېلونو ځپلي دي.

د تخار د کلفګان ولسوالۍ یو سېلاب ځپلي محمد نبي دوشنبه د ثور ۱۴مه ازادي راډيو ته وویل چې دوی هر کال د پسرلي په موسم کې د سېلابونو له امله زیانمنېږي.

هغه وویل: "هر کال دلته همدا حال دی، زموږ کروندې ویجاړې شوې دي، کورونه مو له منځه تللي دي، حکومت دې موږ سره مرسته وکړي، د سېلابونو د مخنیوي لپاره باید دلته استنادي دېوالونه جوړ شي هر کال د پسرلي په موسم کې د سېلابونو له وېرې موږ د شپې خوب نه لرو."

په همدې حال کې د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویلي د سېلابونو له امله یو شمېر تړل شوې لارې بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شوي دي.

د دې وزارت ویاند اشرف حق‌شناس یکشنبه د ثور ۱۳ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د بدخشان–تخار لویه لار، د تخار –ورسج، د دره‌صوف – مزارشریف او دغه راز د خنجان – بنو لارې بېرته د تګ‌راتګ لپاره پرانیستل شوې.

د اورښتونو او سېلابونو دا پسرلنۍ څپه چې د تېرې حمل په ۶مه پیل شوې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې زرګونه کورنۍ زیانمنې کړې دي.

د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د ملې ادارې د شمېرو له مخې په تېره څه دپاسه یوه میاشت کې د طبیعي افتونو له امله ۲۲۷ کسان مړه او ۳۰۹ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز له ۱۵ سوه ډېر کورونه په بشپړ او نږدې ۷ زره په نسبي ډول ویجاړ شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا هم په یو راپور کې ویلي چې په تېره اپرېل میاشت کې یوازې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې سېلابونو له ۵۱۰ ډېرې کورنۍ اغېزمنې کړي او دغه راز یې نږدې ۶ زره جریبه کرنیزه ځمکه له منځه وړې ده.

اوچا یکشنبه د ثور ۱۳مه په خپور کړي راپور کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له قوله ویلي چې دغه ناڅاپي سېلابونو په فاریاب، بادغیس، بغلان، بامیان او سرپل ولایتونو کې ۱۶کسان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوشنبه د ثور ۱۴مه هم د افغانستان په لږ ترلږه پنځه ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی دی.

د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت میدان وردگ، نورستان، کونړ، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه یاد کړي چې د باران کچه به په کې له ۱۰ تر ۲۰ ملي متره پورې اووسي.

د تېرې حمل په ۳۱مه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ویلي و چې دا هېواد د نړیوال اقلیمي ناورین په لومړۍ کرښه کې او د اقلیمي اغېزو د مدیریت له پلوه د تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو په ډله کې شمېرل کېږي چې د پایلو د مدیریت لپاره تر ټولو لږ چمتووالی لري.