د مسکو ښاروال: کریملین ته نژدې پر یوه لوړپوړیزه ودانۍ د ډرون برید شوی

د مسکو ښاروال وایي چې د ډرون په یوه برید کې له کریملین څخه څو کیلومتره لرې د اپارتمانونو یوه لوړ پوړیزه ودانۍ په نښه شوې وه. سرګې سوبایانین وویل چې په دغه پیښه کې چې نن دوشنبې سهاروختي رامنځته شوې، چاته زیان ندی اوښتی. په تصویرونو کې ښکاري چې په لوړو پوړونو کې یو یا دوه اپارتمانونه زیانمن شوي او خاورې خښتې یې پرځمکه پرتې دي. په عین حال کې د اوکراین د خارکیف سیمې والي وویل چې د روسیې د توغندیو په تازه برید کې درې کسان مړه او اته نورټپیان شوي دي. دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه وشول چې کیف اعلان وکړ چې په بالتیک سمندرګي کې یې د تیلو د صادراتو یو مهم مرکز او دوه کشتۍ چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هغه د "سیوري بیړۍ" په نوم پر روسیې د لګول شویو بندیزونو څخه د تیښتې د تیلو ټانکرونو یوه برخه بللې، په نښه کړي و.