افغان خبریالان وایي، کله نا کله د حکومت له ویرې حساسې مسلې نه راپور کوي

ارشیف

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو مسولین وايي د طالبانو د حکومت د محدودیتونو د احتمالي پایلو له ویرې اړ شوي چې ځان سانسورولو ته مخه کړي. دوی د مې درېیمه، د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه سانسور د دوی د خبریالۍ کارونه اغیزمن کړي دي.

په افغانستان کې یو شمېر خبریالان او د رسنیو مسولین وايي، د طالبانو حکومت له لوري په رسنیو د لګول شویو محدودیتونو له امله اړ شوي چې د خپل ژوند د خوندیتوب او د کار د دوام لپاره ځانونه ‌سانسور کړي.

دوی یکشنبه ( د ثور ۱۳مه) ازادي راډیو ته وویل، د امنیتي فشارونو، پراخو محدودیتونو او د احتمالي پایلو له وېرې، حساسو موضوعاتو ته پوښښ نه ورکوي یا یې په ډېر احتیاط په اړه راپور ورکوي.

یوه ښځینه خبریاله چې نه غواړي نوم یې واخلو وایي: "په افغانستان کې ټول خبریالان اړ دي چې ځانونه ‌سانسور کړي او له ځینو واقعیتونو سترګې پټې کړي، موږ نه شو کولای ځینې هغه واقعیتونه چې د حکومت پر ضد وي، راپورونه پرې جوړ کړو، او دې وضعیت زموږ خبریالي او رسنیز کار سخت اغیزمن کړی دی."

یو بل خبریال چې ده هم د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "خبریالان د راپورونو او نورو پروګرامونو د جوړولو پر مهال له یو ډول سانسور سره مخ کېږي، او دا سانسور او له حکومته ویره د دوی په رسنیز کارمنفي اغېز کوي، په داسې حال کې چې د ژورنالیزم مسلک بې‌طرفي غواړي، اوس خبریالان له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ دي او دې اندېښنو او ګواښونو د خبریالانو پر مسلک منفي اغیز کړی دی."

په همدې حال کې د رسنیو یو شمېر مسولین هم وايي چې په رسنیو کې ځان سانسورونه زیاته شوې او پر کیفیت یې ژور اغېز کړی دی.

په افغانستان کې د یوې رسنۍ مسوول، چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یو پیغام کې لیکلي؛ ځان‌سانسورنه لامل شوې چې رسنۍ ونه شي کولای خپله اصلي دنده چې رڼه او شفافه اطلاع‌رسونه، د حکومت پر کړنو څارنه او د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول دي، په سمه توګه ترسره کړي، چې له امله یې په رسنیو د خلکو باور کم شوی دی.

د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او فرهنګي سازمان یونیسکو د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې په ټوله نړۍ کې د خبریالانو ترمنځ د ځان‌سانسورولو کچه په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده.

دې سازمان په خپل راپور کې ویلي چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې د بیان ازادي ۱۰ سلنه راکمه شوې او د خبریالانو د ځان‌سانسورلو کچه ۶۳ سلنه لوړه شوې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې د غچ اخیستنې له وېرې، انلاین ځورونې، قضايي فشارونو او اقتصادي ستونزو له امله دا مهال ځان‌سانسوري پراخه شوې او دا وضعیت د ټولنیز باور بنسټونه کمزوري کوي.

خو په راپور کې دا هم ویل شوي چې د رسنیو د کنټرول او محدودولو لپاره د حکومتونو هڅې له ۲۰۱۲ کال راهیسې ۴۸ سلنه زیاتې شوې دي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه وايي چې پر رسنیو د محدودیتونو دوام کولای شي د بیان ازادي په بشپړ ډول کمزورې او خپلواکې رسنۍ له منځه یوسي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ د بنسټ یو مسوول، حامد عبیدي، ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو لګول شویو محدودیتونو د افغانستان رسنیز سیستم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی۰

ده زیاته کړه:" ډېر سانسور، د رسنیو پر محتوا کنټرول، د خبریالانو بې‌دلیله نیول، د رسنیو لپاره د سرو کرښو ټاکل، د خبریالانو اقتصادي ستونزې او د ښځینه خبریالانو ځانګړې ننګونې، هغه مهمې ستونزې دي چې له تېرو څو کلونو راهیسي رسنۍ ورسره مخ دي."

خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند، خبیب غفران، په یوه ویډیويي پیغام کې چې د ثور په ۱۳ مه رسنیو ته استول شوی، ویلي چې دا وزارت د رسنیو د ملاتړ ژمن دی او په ټولنه کې د رسنیو بنسټیز رول او د خلکو د پوهاوي او د نظام او خلکو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت ارزښت ته درناوی لري.

هغه له ټولو رسنیو غوښتي چې خپل فعالیتونه د افغانستان د خلکو د دیني او کلتوري ارزښتونو، د حکومت د نشراتي تګلارې، د هېواد د ګټو او د افرادو د شخصي حریم د ساتنې په چوکاټ کې تنظیم کړي.

خو یو شمېر کورنیو او نړیوالو بنسټونو په وار وار راپور ورکړی چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته پر رسنیو سانسور او محدودیتونه زیات شوي دي.

د دوی په وینا، د دغو محدودیتونو له امله لسګونه خبریالان نیول شوي، شکنجه شوي یا بې‌کاره شوي، لسګونه رسنۍ تړل شوې او ډېرې نورې تر سخت څار لاندې دي.

د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان « ار، ایس، ایف»هم په خپل وروستي راپور کې ویلي چې افغانستان د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۷۵م ځای خپل کړی، چې دا د رسنیو د ازادۍ د خراب وضعیت څرګندونه کوي.

د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ ده، او د ۲۰۲۶ کال موضوع یې «د سولې په لور د راتلونکې د جوړول: د رسنیو د ازادي پیاوړتیا» ټاکل شوې چې د ثبات، بشري حقونو او دموکراسۍ په پیاوړتیا کې د خپلواک ژورنالیزم په رول ټینکار کوي.