د شمالي اتلانتیک ناټو تړون سازمان له جرمني څخه د امریکا د ۵۰۰۰ سرتیرو د ایستلو د پلان په اړه غبرګون ښوولی.
د دغه سازمان ویاندې الیسون هارټ د شنبې په ورځ په ایکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي: «ناټو سازمان له امریکا سره په ګډه کار کوي تر څو په جرمني کې د امریکايي ځواکونو په اړه د یادې پرېکړې په جزییاتو پوه شي.»
مخکې پنټاګون/دامریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې په پام کې لري په راتلونکو شپږو تر ۱۲ میاشتو کې له جرمني څخه شاوخوا ۵۰۰۰ امریکايي سرتیري وباسي.
د ناټو ویاندې مېرمن هارټ ویلي دا تعدیل هغه اړتیا په ډاګه کوي چې اروپا په دفاعي برخه کې ډېرې پانګونې ته دوام ورکړي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ډېر وخته د ناټو په متحدینو نیوکه کوي چې په دفاع کې کافي لګښت نه کوي.
د ناټو پر غړو هیوادونو دا فشار د دې لامل شو چې دوی تېر کال ژمنه وکړه د خپلو ناخالصو کورنیو عوایدو ۵ فیصده د دفاع او امنیت لپاره ولګوي.