د کونړ د برید په اړه د بریټانیا د ځانګړي استازي اندېښنې د پاکستان عکس العمل پارولی

د تېرې دوشنبې په ورځ کونړ باندې څو بریدونه وشول - دا یې یو ټپي دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د بریټانیا د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې چې د کونړ د برید په تړاو یې کړې وې یو اړخیزې او غیر متوازنې بللې دي.

د افغانستان لپاره د بريټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي په کونړ باندې د بریدونو په اړه اندېښنه ښوولې وه او ټینګار یې کړی وو چې د ملکیانو د خوندیتوب او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید اړین ګامونه پورته شي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په خپل بیان کې ادعا کړې چې د دوی پوځیانو د افغان طالبانو پوستې او د دوی په ادعا د ترهګرو مراکز په نښه کړي.

د افغانستان لپاره د بريټانیا ځانګړي استازي ښاغلي لینډسي د یوناما د هغه بیان ملاتړ هم ښوولی وو چې په کونړ باندې په هوايي برید کې د لسګونو ملکیانو د مرګژوبلې د مستندولو په اړه ورکړی وو.

د کونړ ولسي خلکو په تېره د پوهنتون محصلینو ویلي چې د پاکستان ټول هوايي بریدونه په هستوګنو سیمو او د سیدجمال الدین افغاني په پوهنتون شوي.

ازادي راډیو ته له کونړه یوې باوري سرچینې تایید کړه چې د تېرې دوشنبې ورځې اپرېل ۲۷مې برید کې لږ تر لږه ۷ ملکیان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي.

د مرګژوبلې لویه برخه ماشومانو او ښځو ته رسېدلې او په ټپیانو کې د کونړ د پوهنتون دېرش محصلین هم شامل دي.