ریچارډ بینیټ له طالبانو غوښتي چې بندي خبریالان خوشي کړي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي له طالبانو د ټولو نیول شویو افغان خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو په بند کې د بندي خبریالانو د کورنۍ غړي او خپلوان د خپلو عزیزانو وضعیت او برخلیک ته اندېښمن دي او د دوی د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د توانا خبري اژانس مسوول او د طالبانو له حکومت سره د بندي افغان خبریال ابوذر صارم سرپلي پلار غلام علي صارم په دې اړه د جمعې په ورځ «د ثور په ۱۱مه» ازادي راډیو ته وویل:

"اندېښمن یو، ځکه د یو چا ځوان زوی په بند کوي او هېڅ برخلیک یې معلوم نه وي او یو څلور کلن زوی هم ولري او هره شېبه دې کلک ونیسي چې پلار مې پیدا کړه نو دا ځورونکې ده، نو موږ اندېښمن یو خصوصا د ابوذر د روغتیا په اړه ، بل دا څلور کلن زوی یې هم موږ ډېر جګرخونه کوي، نو اسلامي امارت (طالبانو) نه مو غوښتنه ده چې ژر تر ژره د هغه برخلیک معلوم او ازاد یې کړي."

د نوموړي د ادعا پر بنسټ، ابوذر صارم سرپلي د ۱۴۰۴ کال د اسد په دویمه د طالبانو لخوا نیول شوی او هغوی سره بندي دی.

بل خوا د طالبانو په بند کې د بل افغان خبریال شکېب نظري یو نږدې خپلوان چې له افغانستانه بهر اوسېږي او د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي د غږ بدلېدو په شرط یې د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

"شکېب فعلا بګرام زندان کې دی او له ۹ میاشتو ډېر وخت یې د طالبانو استخباراتو ۴۰ ریاست زندان کې تېر کړی، کورنۍ یې میاشت کې یو ځل د لیدو حق لري، روغتیا یې ښه ده خو د اسلامي امارت (طالبانو) چارواکو نه مو دا غوښتنه ده چې که د تاسو په اند مجرم هم و، ډېر وخت یې بند کې تېر کړ اوس باید عفوه شي، نړیوال سازمانونه دې زموږ غږ واوري او باید د هغه خوشې کولو ته اقدام وشي."

د ده په خبره، شکېب نظري ته د طالبانو حکومت دوه کاله د بند موده ټاکلې چې پای ته رسېدو ته یې درې نورې میاشتې پاتې دي.

د افغانستان له رسنیو د ملاتړ سازمان (امسو) د چارواکو د معلوماتو له مخې چې ازادي راډیو سره یې شریک کړل، دا مهال په ټول افغانستان کې د طالبانو حکومت سره پنځه افغان خبریالان او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو کارکوونکي هر یو حمید فرهادي، شکېب نظري، ابوذر صارم سرپلي، بشیر هاتف او عزیز وطنوال بندیان دي.

ریچارد بینیټ د افغان خبریالانو پر وضعیت د اندېښنه ښوولې او له طالبانو یې غوښتي چې بندي خبریالان ژر خوشي کړي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم د افغان خبریالانو د وضعیت اړوند د اندېښنې په څرګندولو له طالبانو غوښتي چې بندي خبریالان ژر ازاد کړي.

ریچارد بنټ د پنجشنبې په ورځ د «ثور په ۱۰مه» د ملګرو ملتونو پر وېب پاڼه د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسب خپور کړي بیان کې د طالبانو له حکومت غوښتي چې دا خبریالان له هر ډول قید او شرط پرته په سمدستي توګه خوشې کړي او ډاډ تر لاسه کړي چې د رسنیو کارکوونکي د بیان ازادي ولري او له ځورونې، نیولو یا د غچ اخیستلو له ویرې پرته کار وکولای شي.

بنټ خپل بیان کې زیاته کړې په ۲۰۲۱ کال کې؛ له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي په دغه هېواد کې د ده په ټکو، د مطبوعاتو او بیان ازادي په اندېښمنوونکې توګه راکمه او په خبره یې، خبریالان اوس مخ په زیاتیدونکي محدودیت او دښمنانه چاپیریال کې کار کوي چې سانسور، څارنې او «قانوني» محدودیتونو سره مخ دي.

د بینټ په ټکو، افغان خبریالانو لپاره ان معمول راپور ورکول په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او پر طالبانو د نیوکې راپور هم له جدي خطرونو سره مخ کوي.

نوموړي ویلي چې د خبریالانو پر وړاندې ګواښونه او د دوی وېرول عادي خبره شوې او پر دوی بهرنیو رسنیو سره د همکارۍ تورونه د طالبانو سخته غوسه راپاروي.

د ملګرو ملتونو د دې چارواکي د بیان له مخې، د افغانستان د خبریالانو مرکز یوازې په ۲۰۲۵ کال کې د خبریالانو د توقیف لږترلږه ۳۴ قضیې مستندې کړې دي.

بینټ زیاته کړې چې ښځینه خبریالانو لپاره وضعیت لا «ننګونکی» دی دوی د ښځو د تګ راتګ د ازادۍ خنډونو، او د جامو څرنګوالي اړوند جبري لارښوونو او کار ځای کې غیر مساوي چلند سره مخ دي.

بنټ دا هم ویلي چې دا وضعیت د افغانستان مطبوعاتو کې سخت دریځه شرایط او د بیان ازادۍ پر وړاندې ننګونې رامنځته کوي.

نوموړي د بیان ازادۍ محدودیتونو اړوند د پراخو اقداماتو خبره کړې او په اړه د اندېښنې په څرګندولو سربېره ویلي چې د بشري حقونو مدافعین، د مدني ۍتولنې غړي او هر هغه کسان چې د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي له جدي خطرونو سره مخ دي او د دوی په کتابونو، رسنیو محتوا، او ان د ټولنیزو رسنیو په پوسټونو محدودیتونه او سانسور لګول کېږي.

هڅه مو وکړه په راپور کې د شویو ادعاوو او د یادو سازمانونو د خپرو کړو راپورونو اړوند د طالبانو حکومت نظر هم ولرو خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو ذبیح الله مجاهد مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې دوی د اسلامي شریعت او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او خبریالانو د فعالیت ملاتړ ته ژمن دي او نیول شوي خبریالان د هغوی د کار نه بلکې د شخصي مسایلو له امله نیول شوي دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې بېلابېلو افغانو او بهرنیو نړیوالو سازمان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بیان ازادۍ، خبریالانو او رسنیو د شدید سانسور خبره کړې او ویلي چې له دې امله لسګونه خبریالان نیول او شکنجه شوي، بې کاره، لسګونه رسنۍ تړلې او ګڼې نورې بیا جدي څار سره مخ دي.

د بې پولې خبریالانو نړیوال سازمان هم د پنجشنبې په ورځ افغانستان د محدودیتونو او ننګونو له امله یو ځل بیا د مطبوعاتو د ازادۍ شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو په کتار کې ۱۷۵ ځای کې اعلان کړ.