د کارګرانو نړیواله ورځ ده؛ ځینې افغان کارګر وايي ثابت معاش نه لري او ځینې وخت تش لاس کور ته ستنیږي

یو افغان کارګر - د سرو زرو کان کې

نن د مې لومړۍ نېټه د کارګر نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې کارګران له څه امکاناتو او امتیازونو برخمن دي؟ زمونږ همکار له یو شمیر کارګرانو سره مرکې کړي او دا راپور یې پرې چمتو کړی دی.

حمیدګل صافی د کونړ په چپه دره کې د کاڼو په یوه کان کې کار کوي.
دی چې له تېرو نهو کلونو راهیسې د کاڼو د را ایستلو په کار لګیا دی وايي کوم ثابت معاش نه لري، په فیصدۍ کار کوي، کله څه وګټي، خو کله تش لاس کورته ستون شي:

په یو فیصد، یوې برخې باندې کار کوو، که خدای رحم وکړ معادن ښه شول او کار چالان شو نو پیسې پکې واخلو خو که نشو نو که چا کال کار کړی وي، یا دوه کاله، بس همغه خپلې یوه کڅوړه جامو سره کورته ځي
حمید ګل صافی یو افغان کارګر

دا دېرش کلن کارګر چې خپله هم د همدې سیمې اوسېدونکی دی وايي، کارونه یې سخت خو امکانات ورته هیڅ نه لري:

"د الله په توکل باندې کار کوو، نه امکانات شته او نه بل څه، دغه چاودېدونکي توکي چې دي دا استعمالوو، ډیری داسې ملګري دي چې هغوی په کې ژوند بایللی، ټپیان شوي، د چا په کې لاسونه پرې شو او د چا په کې سترګې ووتې."

د ده په خبره دوی روغتیايي بیمه هم نه لري او که څوک د کار پر مهال ژوبلېږي یا ناروغېږي باید خپل لګښت وکړي، دغه شان کومه ځانګړې رخصتي هم نه لري او یوازې اوونۍ کې یوه ورځ دمه کوي:

"د پنجشنبې په ورځ باندې ملګري رخصتېږي، کورونو ته ځي، د جمعې ورځ کورونو کې تېروي او د شنبې په ورځ بېرته کارونو ته حاضرېږي."

خو دا یوازې حمیدګل نه دی، په افغانستان کې ډیری کارګران په ورته شرایطو، وضعیت او ستونزو کې کار کوي، چې مخکې د ازادي راډیو په بېلابیلو راپورونو کې ورسره خبرې شوې دي.

دوی کې یو شمیر متقاعدین هم دي چې د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره د تقاعد حقوق هم نه دي ورکړل شوي.

د دوی له ډلې یوه چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل:

"ما شااوخوا ۴۵ کاله په نساجي کې دنده ترسره کړې، اوس تقاعد نه ورکوي نو مونږ تقاعد نه دی اخیستی، ۱۹۹۹ کال کې مې تقاعد کړی، نو همغې ته په تمه یو، څه وکړو، اقتصادي ستونزې دي."

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي افغانستان کې د کار د وضعیت او کارګرانو د ستونزو په اړه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو مخکې دغه وزارت په وار وار ادعا کړې چې خلکو په ځانګړي ډول ځوانانو ته د کار موندنې په برخه کې هڅه کوي.

کندهار کې یوه نانوايي

دغه وزارت د تېر کال په جدي میاشت کې قطر ته د یو شمیر کارګرانو د لېږلو خبره هم کړې وه خو د پرمختګ په اړه یې بیا جزیات له رسنیو سره نه دي شریک کړي.

د افغانستان د کارګرانو ټولنې (امکا) پخوانی رییس معروف قادري وايي، متاسفانه چې په افغانستان کې د کار قانون او هغه کنوانسینونه چې د کار د نړیوال سازمان له خوا تصویب شوي او افغانستان یې غړیتوب او د تطبیق مسوولیت لري، ځنډول شوي دي.

ده وړاندې په افغانستان کې د کارګرانو د وضعیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زمونږ ډیری ځوانان وزګاره دي، کار یې چې حق دی نه ورکول کېږي، هغوی چې بیا کار کوي له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي، حقوق او امتیازونه یې په سم ډول نه ورکول کېږي، کاري خوندیتوب نه لري، که ناروغان کېږي روغتیايي بیمه نه لري او متاسفانه چې خپل د تقاعد پیسې هم نه ورکول کېږي."

دی وايي، دوی کلونه د دغو حقونو لپاره مبارزه کړې خو په خبره یې د وخت دولتونو ورته پام نه دی کړی.

د مې لومړۍ نېټه د کارګر نړیواله ورځ ده.

په ۱۸۸۶ کال کې یو شمېر امریکايي کارګرانو شیکاګو ښار کې مظاهرې وکړې چې له تاوتریخوالي سره مخ شوې، په دوی کې یو شمېر محکمې ته راکاږل شول اوپه مرګ محکوم شول.

په ۱۸۹۹ کال کې بیا په پاریس کې د کارګرانو د نړیوالې ټولنې کنګرې د امریکا د کارګرانو د استازي په وړاندیز پرېکړه وکړه چې د مې لومړۍ نېټه د کارګر د ورځې په توګه ونمانځل شي.