د امریکا د سنا جرګې ۲۲ غړو د ډونالډ ټرمپ له ادارې غوښتي چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د افغان کډوالو د لېږلو له هر ډول احتمالي پلان څخه لاس واخلي. دوی خبرداری ورکړی چې دا اقدام به هغو افغانانو ته جدي خطر پېښ کړي چې پخوا یې له امریکايي پوځیانو سره همکاري کړې ده.
سناتورانو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته په استولي لیک کې ویلي، داسې راپورونه شته چې په قطر کې مېشت تر زرو زیات افغانان ښايي کانګو ته ولېږدول شي. د دوی په وینا، ډېری دغه کسان پخواني ترجمانان او د امنیتي ځواکونو همکاران دي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته ورته د خوندي ژوند ژمنه شوې وه.
دوی ټینګار کړی چې دا ډول اقدام به «ظالمانه او خیانت» وي، ځکه یاد کډوال افغانستان ته د ستنېدو له ګواښ سره مخامخ دي او یا داسې هېواد ته لېږدول کېږي چې په خپله له بشري بحران سره لاس او ګرېوان دی. سناتورانو له امریکايي ادارې غوښتي چې دا ډول پلانونه ودروي او د افغان متحدانو پر وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي.