د اروپايي ټولنې هېوادونه هڅه کوي له اتحادیې بهر داسې شریک هېوادونه ومومي څو هغه پناه غوښتونکي چې غوښتنلیکونه یې رد سوي هلته وساتي یا ورته نورې لارې چارې ومومي څو د کډوالی فشار کم کړي.
په داسې حال کې چې د اروپايي اتحادیې پارلمان او غړي هیوادونه د جزییاتو په هکله لاهم بحث کوي ، ډنمارک ، اتریش، یونان، جرمني او هالنډ ویلي چې د مارچ په میاشت کې یې د پلان جوړونې او همغږښ کار پیل کړی دی.
د اتریش د حکومت یوې اعلامیې وویل د اتریش د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزیران به د مې په ۷مه ازبکستان ته ولاړ شي څو دغه تړون لاسلیک کړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، مارکوس هایندل، فرانس پرس ته وویل:
دا یو مهم تړون دی د هغو کسانو د لېږد لپاره چې خپل اصلي هېواد ته د ایستلو له پرېکړې سره مخ دي—په ځانګړي ډول افغانستان ته.
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته اتریش د لومړي ځل لپاره د تیر کال راهیسې ګڼ شمیر افغانان افغانستان ته ډیپورټ کړي دي.
همدارنګه، اتریش یو شمېر سوریان هم بېرته سوریې ته چېرته چې په ۲۰۲۴ کال کې د بشارالاسد رژیم نسکور شو استولي دي.
تېره اونۍ، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، وویل چې هغه اندېښنه لري چې اروپايي ټولنه ښايي له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو په اړه خبرې وکړي.
هغه خبرداری ورکړ چې افغانستان ته د خلکو بېرته ستنول ، د پناه غوښتونکو د بیرته نه ستنولو اصل ځکه له خطر سره مخامخ کوي چې افغانستان کې د بشري حقوقو پراخه سرغړونې روانې دي.
په دې اړه نور:
اروپا څخه افغانستان ته د کډوالو د ستنولو په هکله د ریچارد بینت اندیښنهد بېرته نه ستنولو اصل دا مانا لري چې کډوال باید هغه هېواد ته و نه لېږل شي چېرته چې دوی له زیان یا ځورونې سره مخ کېدای شي.
اروپايي ټولنه د بشري حقوقو د ملاتړو ډلو او دملګرو ملتونو له اندیښنو سره سره د هغو کسانو د ایستلو پلانونه پر مخ وړي چې په اتحادیه کې د پاتې کېدو حق نه لري.