د هالند د دلفت ښار اوسېدونکې صنوبر وايي ډېر ځله یې د مصنوعي ځېرکتیا داشان تصویرونو په اړه لیکنې او پوستونه هم کړي چې ورسته بیا د حقیقت په معلومېدو سره یې ړنګ کړي دي.
" زه ډېر ځله په فیس بوک کې داسې عکسونو سره مخ شوې یم چې په ( AI ) جوړ شوي خو ما نه دي پېژندلي، دا سخته ده، توپیر کول په کې مشکل دي، څوک څه پوه شي چې دا اصل دی که جوړ شوی دی. "
د کابل اوسېدونکی خالد هم همدا خبره کوي وايي، همدا تېره اوونۍ یې په فیس بوک کې د کرکټ د پخواني لوبغاړي شاپور ځدران په اړه د څو داسې تصویرونو دوکه وخوړه:" عکسونو مې په فیس بوک کې ولیدل چې شاپور ته روغتون ته پریتي او شاه رخ خان پوښتنې ته ورغلي، ما ویل که دا رېښتیا ده، ما ورته کمنټونه هم وکړل، خو وروسته چا راته وویل چې دا اصلي نه دي په ( AI ) جوړ شوي دي."
د ټولنیزو رسنیو یو شمیر نورو افغان کارونکو هم ازادي راډیو ته وویل چې، په( AI ) یا مصنوعی ځېرکتیا جوړو کړو تصویرونو ورته ستونزه پیدا کړې او د اصل او جوړ شوي تر منځ توپیر ورته ګران شوی دی.
خو د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې یو شمیر افغان فعالان له دې ډلې کریمه نعیمي بیا وايي، دا توپیر کېدلای شي.
دا چې څنګه هغې یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:" اول خو هیڅ هغه تصویر چې کومې معتبرې رسنۍ نه وي خپور کړی، مه یې شریکوئ او مه یې په پټو سترګو منئ، بله د حل لاره دا ده چې تاسې کوګل سرچ کې همدا تصوير اپلوډ کړئ، که چیرې تصویر اصلي وي ګوګل تاسې ته داسې لینکونه در ښکاره کوي چې هغه، یاد تصویر ته ورغلي وي، خو که تصویر د ( AI ) وي، هغه د ګوګل په پلټنه کې نه موندل کېږي، ورته تصویرونه ښکاره کوي خو دقیق هغه تصویر نه ښکاره کېږي. دا لس، شل ثانیې وخت نه غواړي خو د دوی به زړه بې غمه وي، چې کوم تصویر چې دوی یې خپروي اصل دی. "
اغلې نعیمي دغه شان زیاتوي، هر هغه تصویر چي په ګرځنده تېلفون یا بلې کامرې اخیستل شوی وي، ډیجیټل ټاپه هم لري، یعنې د تصویر په اړه چي چیرې اخیستل شوې، اندازه یې څومره ده، دا ټول معلومات د تصویر شاته ثبت وي.
د دې په خبره، چې کله تاسو په خپل کرځنده تېلفون کې عکس لوړ کش کړئ، دغه ډیجیټل ټاپه یې وینئ، د ( AI ) تصویر ته لیکل شوي وي چي د کامرې په اړه معلومات نشته، نو له دې لارې هم په اساني کولای شو دا معلومه کړو چي تصویر اصلي دی که په مصنوعي ځېرکتیا جوړ شوی دی.
اې ای ( AI ) یا مصنوعي ځیرکتیا هغه ټکنالوژي ده چې کمپیوټرونو او ماشینونو ته د انسان په شان د فکر کولو، زده کړې، پرېکړې کولو او ستونزو د حل کولو وړتیا ورکوي.
په ( AI ) بېلابیل فعالیتونه ترسره کیدای شي، چې د تصویرونو، ویديوګانو او غږونو جوړول یې هم برخه ده.
ازادي راډیو مخکې داسې یو ځوان سر هم خبرې کړې وې چې د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ یې سندرې جوړولې.
دغه شان په راپور کې د مرکه شوې کریمې نعیمې فعالیتونه یې هم راپور کړي وو چې پر ( AI ) ډرامې جوړوي.