د امو دریا د تیلو له پنځو نورو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې

د تېلو نوې پرانیستل شوې څاه

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د امو دریا د نفتي حوزې د زمرد سای د تیلو په ساحه کې د تیلو له پنځو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې.

د دغو څاګانو د استخراج بهیر د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پیل شو.

د کانونو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې د ۱۲ څاګانو له ډلې له پنځو هغو د تیلو استخراج پیل شوی او نورې څاګانې به ډیر ژر د استخراج لپاره چمتو شي.

د طالبانو په حکومت باندې نیوکې دي چې د کانونو په تړونو کې لازم شفافیت نه رعایتوي او کانونه لا هم په غیر مسلکي او غیر منظم ډول راباسي.