د طالبانو حکومت وايي چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې د وروستیو بریدونو په تړاو خپل اعتراض ور اورولی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې د پاکستان شارژدافیر ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ملکي اهدافو او عامه تاسیساتو په ګډون د کونړ پوهنتون په اړه د پاکستاني ځواکونو د وروستیو بریدونو په تړاو د اعتراض یو یادښت سپارل شوی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر حافظ ضیا احمد تکل د سې شنبې په ورځ لیکلي چې دا وزارت په ملکي وګړو د پاکستان بریدونه په کلکه غندي، او دا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه، د نړیوالو اصولو سرغړونه او پاروونکی عمل بولي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، هم د سې شنبې په ورځ لیکلي چې ملکي وګړي باید تل خوندي شي. هغه د وروستیو او پخوانیو پیښو په اړه د سمدستي، خپلواکو او هر اړخیزو څیړنو غوښتنه کړې.