یو امریکایي چارواکي ویلي چې ډونالډ ترمپ د ایران د نوي وړاندیز په اړه نارضایتي ښودلې ده.
د دغه چارواکي په وینا، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، د امریکا د ولسمشر نارضایتي له دې امله ده چې د ایران په وړاندیز کې د دغه هېواد د اتومي پروګرام په اړه څه نه دي شامل شوي.
تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ ویاند هم تایید کړې وه چې ډونالډ ټرمپ او د هغه سلاکارانو د ایران وړاندیز ارزولی دی.
د دوشنبې په ورځ ځینو ایراني او سیمهییزو چارواکو ادعا کړې وه چې د ایران په نوي طرحه کې د هرمز تنګي سمدستي پرانیستل، د جګړې تر پای پورې د اتومي خبرو ځنډول، او د ایران پر بندرونو د سمندري محاصرې پای ته رسول شامل دي.
ډونالډ ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و چې داسې هېڅ وړاندیز به ونه مني چې پکې د ایران د اتومي پروګرام د پای ته رسېدو څرګند ضمانت نه وي شامل.