د اروپایي کمیسیون مشره : پر ایران بندیزونه په هغه صورت کې لیرې کیدای شي چې دغه هېواد کې اساسي بدلونونه رامنځته شي

د اروپايي کمیسیون مشره اورزولا فون درلاین ، ارشیف

د اروپایي کمیسیون رئیسې، اورزولا فون در لاین، ویلي چې پر ایران لګول شوي بندیزونه به یوازې هغه وخت لېرې شي چې په دغه هېواد کې «بنسټیز بدلونونه» رامنځته شي.

نوموړې زیاتوي چې اوسمهال به ددغو بندیزونو لیرې کول له وخت مخکې وي .

هغې د دوشنبې په ورځ د ثور په ۷مه په برلین کې یوې غونډې ته وویل: «پر ایران بندیزونه د حکومت له خوا د خلکو د ځپلو له امله لګول شوي دي.»

هغې ټینګار وکړ چې د دې بندیزونو تر لغوه کېدو مخکې باید لومړی په ایران کې اساسي بدلونونه ولیدل شي.

د اروپایي کمیسیون رئیسې دا څرګندونې د جرمني د صدراعظم فردریش مرتس د تېرې جمعې د خبرو په غبرګون کې کړې دي. مرتس ویلي و چې که تهران د جوړجاړي لپاره چمتو وي، اروپایي اتحادیه چمتو ده چې بندیزونه راکم کړي او داسې نه ښکاري چې د اروپا مشران به له دې موضوع سره مخالفت ولري.