پر کونړ ولایت د پاکستان نننیو توغندیزو بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده.
اسعد اباد کې له موضوع یوې باخبره سرچینې ازادي تایید کړې چې دغو بریدونو کې چې پر مرکز اسعد اباد او درېو ولسوالیو شوي، لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.
توغندي پر کورونو او اسعد اباد کې د پوهنتون پر ودانۍ او بازار لګیدلي دي.
د سرچینې په خبره د ټپيانو ډېره برخه ښځې او ماشومان دي.
په اسعداباد کې یوه قومي مشر د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په بازار کې د توغندي له کبله د تیلو یو پمپ هم د اور لمبه شوی دی.
هغه زیاته کړه چې توغندي په ځایي وخت ماسپښین ۲ بجې پر بېلابېلو سیمو ولګېدل.
دا بریدونه داسې مهال کیږي چې تېره شپه په سپین بولدک کې هم دواړه لوري په جګړه اوښتی وو.
د طالبانو امنیتي چارواکو ادعا کړې چې د سپین بولدک په ( غچ اخیستونکي) برید کې یې د پاکستان ۶ پوځیان وژلي دي.
پرونۍ نښته وروسته تر هغه ونښته چې د راپورونو له مخې د پاکستاني پوځیانو برید کې د افغانستان خواته یو ماشوم ووژل شو.