جوزجان کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

ارشیف، سمنټي توکي

د جوزجان د یتیم تاق د سمنټو فابریکې د جوړولو چارې نن دوشنبه ( د ثور۷مه) پيل شوې.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وایي چې "دغې پروژه کې ۷۷ ترکي شرکتونه ۱۶۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي."

د وزارت د معلوماتو له مخې، دا پروژه ۲ کلونو کې بشپړیږي او په ورځني ډول به د ۳ زره ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د لارو له بندوالي وروسته په افغانستان کې د سمنټو بیې نژدې دوه برابره لوړې شوې او عامو خلکو او ودانیزو شرکتونو په دې اړه شکایتونه وکړل.

د یتیم تاق پروژې د کار د پرانستې مراسمو کې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، د لارو بندوالي او بندیزونو ته په پام هڅه کوي کورنی صنعت او تولید پیاوړی کړي.