«موږ ډېر زیانمن شوو، خو څه مو له لاسه نه کېږي او اوس دلته بد بخته په خپل وطن کې پراته یو.»
دا د لوګر ولایت اوسېدونکې د ۶ ماشومانو مور ۴۰ کلنه حدیثه ده چې کورنۍ سره یې جرمني ته د تګ کیس درلود.
دا وايي په پاکستان کې تر کابو ۵ کلونو انتظار وروسته، څو میاشتې مخکې په زوره بېرته افغانستان ته واېستل شول.
حدیثه زیاتوي چې اوس په کابل کې له خپلې کورنۍ سره په دوه خونې یو کرایي کور کې اوسېږي.
پاکستاني پولیس د شپې راغلل، له کوره یې راووېستو، ټول مال مې هلته پاتې او موږ یې یوازې د غاړې جامو کې را ډیپورت کړو
د دې په خبره، خاوند یې ملګرو ملتونو او د جرمني اړوند ځینو بهرنیو موسسو سره تر یوې لسیزې زیات وخت کار کړی و او په خبره یې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لوګر کې له وېرې پاکستان ته کډه شول:"دلته ډېر خطر کې وو، بیا مو «یو ان اچ سي ار» ته پناه یوړه او هغوی جرمني ته راجع کړو، جرمني هم دومره کلونه کېنولو او بد بخته یې کړو، میډیکل مو هم وکړو، خو اخر دا دوه درې میاشتې کېږي چې ځواب یې راکړ، ویل چې موږ دا کسان نه شو بیولی او «یو ان اچ سي ار» زنګ راووهه، ایمیل هم نه دی راغلی چې تاسو رد شوي یاست، چې بالاخره دوی (پاکستاني پولیس) د شپې راغلل، له کوره یې راووېستو، ټول مال مې هلته پاتې او موږ یې یوازې د غاړې جامو کې را ډیپورت کړو."
دا افغان مېرمنه وايي ، که څه هم خاوند یې دوه ځلې پاکستاني پولیسو نیولې او ۱۵ -۱۵ ورځې یې بند تېر کړی، چې د ادعا پر بنسټ یې وهل هم په کې شامل وو، خو اوس بیا د ځان ساتنې او خوندیتوب په موخه، په ډېرو سختیو او لوړ قیمت پیسو د ویزې په اخیستو هغه هېواد ته تللی.
حدیثه زیاتوي نه یوازې دا چې د دومره کاله انتظار له امله یې ماشومان (۴لوڼې او ۲ زامن) له ښوونځي پاتې شول، بلکې دا چې مخکې ښوونکې وه هم بې دندې او په افغانستان یې خپلې ټوله شتمني او کور له لاسه ورکړل او اوس د ګاونډیو په مرسته په ډېرو محدودو امکاناتو ژوند کوي:"دلته راباندې ژمي راغلو، یخ و، ستونزې بې حده ډېرې او هېڅ څه مو نه درلودل، ګاونډیانو نه مو کمپلې واخیستې، دوستانو سره مو هم چا سره خپله ستونزه شریکولای نه شوه، ځکه نوره هم ستونزه ډېرېده، خوراکي څه نشته، کار نشته، زه یوازې ښځه هغه هم دې ټولنه کې چې کار هم نه راکوي، هېڅ نه شم کولای، اختر نه دوه ورځې مخکې ووتم چې کوم کار څه پیدا کړم، ګورم چې امر بالمعروف کسان راغلل، کېبل ورسره وه وهل یې کول، بېرته ژر کور ته راوتښتېدم."
دا وایي، یو زوی یې معلول دی او د هغه د پالنې لپاره هم هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري.
حدیثه د جرمني په شمول له ټولو کډوال منونکو هېوادونو غوښتنه کوي چې د افغان پناه غوښتونکو وضعیت دقیق وڅېړي او د دوی د پناه غوښتنې ومني.
د حدیثې کیسه، د لسګونو هغو افغانانو د ژوند کیسه ده چې د بیلابېلو هېوادونو کیسونه لري خو له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان بېرته افغانستان ته اېستل شوي دي.
په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان چې تېر شل کاله یې په خپل هېواد کې له بېلابېلو بهرنیو ځواکونو او ادارو سره کار او همکاري کړې وه، د دوی په خبره، دا چې هلته یې په امنیتي لحاظ ځانونه خوندي نه احساسول، یا د خپلو ادارو لخوا واېستل شول یا هم د هغوی په لارښوونه د خپلې پناه غوښتنې کیسونو د پروسس لپاره دویمو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل چې له ګنو ننګونو سره مخ دي.
د ځینو کیسونه یې رد شوي ځینو لا ځواب نه دی ترلاسه کړی خو محدود شمیر یې بیا د پړواونو د بشپړولو په حال کې دي.