ټاکل شوې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ نن دوشنبه ( د ثور ۷مه) د ایران په اړه بیړنۍ غونډه جوړه کړي.
د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا د اکسیوس په حواله ویلي چې ټرمپ به د ملي امنیت او بهرني سیاست له لوړپوړي ټیم سره په خبرواترو کې د راغلي خنډ او راتلونکو احتمالي ګامونو په اړه وغږیږي.
بل لورته یوه امریکایي چارواکي او دوو باخبره سرچینو امریکا ته د ایران د نوي وړاندیز جزییات رسنیز کړي دي.
دغو سرچینو ویلي چې د پاکستان په منځګړیتوب د ایران دغه وړاندیز کې راغلي، اټومي خبرې په بل پړاو کې هغه وخت امکان لري چې لومړی هرموز تنګی خلاص او د امریکا له خوا د ایراني بندرونو محاصره پای ته ورسیږي.
د سرچینو په باور، سپینې ماڼۍ دا وړاندیز ترلاسه کړی، خو معلومه نه ده چې امریکا یې ارزونې ته لیوالتیا لري او که نه.