د امید سبز ښارګوټي یو نیم زر جریبه ځمکه دولتي اعلان شوه

د کابل ښار یوه برخه

طالبان وايي چې په کابل ښار کې د "امید سبز ښارګوټي" له ۱۵۰۰ جریبه څخه زیاته ځمکه دولتي تثبیت شوه.

د طالبانو د عدلیې وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا پریکړه د یوې ځانګړې محکمې لخوا د اسنادو او شواهدو له څېړنې وروسته شوې ده.

د کابل په لویدیځ کې د امید سبز ښارګوټی چې د حاجي نبي په ښارګوټي مشهور دی د افغانستان د پخواني ولسمشر د مرستیال محمد کریم خلیلي د ورور محمد نبي خلیلي اړوند بلل کېږي.

تر دې یوه ورځ مخکې په کابل کې د "عمر ګلستان" په نوم د یوه بل ښارګوټي اوسیدونکو د طالبانو د هغې پریکړې په وړاندې اعتراض وکړ چې د دغه ښارګوټي ځمکه یې دولتي اعلان کړه او د تخلیې امر یې ورکړ.