د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، په واشنګټن کې د ډزو وروستۍ پیښه به دی د ایران د جګړې له بریا راونه ګرځوي.
هغه د سپینې ماڼۍ د خبریالانو ټولنې له خوا په میلمستیا کې د ډزو له پیښې وروسته خبریالانو ته وویل چې پر ایران بریدونه د هغه هېواد د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره اړین وو.
ټرمپ وویل " هغوی ( ایران) که اټومي وسلې ته رسیدلی وی، سل په سلو کې یې له هغې استفاده کوله."
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د ډزو پیښه تر هغو چې دی پوهیږي، د ایران له جګړې سره کومه اړیکه نه لري.
ټرمپ د شنبې په ورځ پاکستان ته د خپلو ځانګړو استازو سفر لغو کړ.
دا اعلان وروسته تر هغو وشو چې ټرمپ وویل، په خبرو کې د ایران له دریځه خوښ نه دی او د هغوی وړاندیزونه ورته جالبه نه دي.