پاکستان د چین له لارې منځنۍ اسیا ته نوی دهلېز پرانیستی

د تورخم دروازه

د پاکستان-ایران د ټرانزیټي دهلېز له پرانیستلو وروسته، پاکستان د چین له لارې منځنۍ اسیا ته نوی دهلېز پرانیستی دی. د چین او ایران له لارې منځنۍ اسیا ته د پاکستان دا نوي ترانزیټي دهلېزونه د افغانستان پر لارې د خپلې تکیې کمولو په هدف د دې هېواد لپاره نوې لارې بلل کېږي، هغه لاره چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له شخړو او کړکېچونو وروسته بنده شوې ده. خو ایا دا نوي ترانزیټي دهلېزونه د پاکستان لپار بدیل او د اسلام اباد په ګټه د افغانستان څنډې ته کول دي؟

که څه هم افغانستان له تېرو دوو لسیزو راهیسې د منځنۍ اسیا بازارونو ته د پاکستان یو له مهمو ترانزیټي لارو ګڼل کېده، اسلام اباد اوس هڅه کوي چې د چین او ایران له لارې د بدیلو دهلېزونو په فعالولو سره د افغانستان پر لارې خپله تکیه راکمه کړي.

د پاکستان-ایران د ترانزیټ دهلېز له پرانیستلو وروسته، دغه هېواد د چین له لارې منځنۍ اسیا ته نوی دهلیز فعال کړی دی.

د پاکستان د لوجستیک ملي شرکت د پنجشنبې په ورځ «د اپرېل په ۲۳مه» اعلان وکړ چې له قرغزستانه لومړۍ ترانزیټي محموله، پرته له دې چې د افغانستان له لارې واوړي، د چین له لارې د ګلګت سیمې د سست وچ بندر ته رسېدلې ده.

د دې شرکت په وینا، دا لېږد «د اپرېل په ۲۲مه» د څلور اړخیزه ترانزیټ تړون (کیو ټي ټي ای) په چوکاټ کې ترسره شو او د قرغزستان پلازمېنې بشکېک او د پاکستان د کراچۍ بندر ترمنځ مستقیم ارتباط ته لاره هواروي.

د افغانستان - پاکستان تر منځ لارې تړلې پاتې دي

پاکستان شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د ایران له لارې یوه بله نوې لاره هم فعاله کړه او خپله لومړنۍ صادراتي محموله یې له کراچۍ څخه تاشکند ته د ګبد-ریمدان دهلېز له لارې واستوله.

د پاکستان د لوجستیک ملي شرکت ویلي چې د دې دهلېزونو په فعالېدو به قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان او ازبکستان د خنجراب دهلېز او سست بندر له لارې د پاکستان سوېلي بندرونو ته لاسرسی ومومي، هغه اقدام چې په ښکاره توګه د افغانستان څنډې ته کول دي او د پاکستان د لوجستیک ملي شرکت په ټکو، د سیمه ییزې نښلتیا د پیاوړتیا او د افغانستان پر لاره د تکیې کمولو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې اسلام اباد مخکې له دې تل هڅه کړې چې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د لاسرسي لپاره د افغانستان له لنډې لارې کار واخلي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ځیني چارواکي او پوهان وايي چې د افغانستان لاره لا هم له جغرافیایي پلوه لنډه، ارزانه او طبیعي ده او د چین او ایران له لارې نوي دهلېزونه به د لوړو ترانسپورتي لګښتونو، ګمرکي پېچلتیاوو او په څو هېوادونو پورې تړلو ننګونو سره مل وي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ډاکټر مخلص احمد د جمعې په ورځ «د ثور په ۴مه» ازادي راډیو ته وویل: "مخکې که یوه محموله له پاکستانه تله او د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته رسېده، حداقل ۶ یا ۷ ورځې وخت یې نیوه او شاوخوا دوه زره کلیو مټره واټن یې وهه، خو اوس همدا واټن کابو ۴ زره او ۴۰۰ اټکل شوی او که د تفتان له لارې ایران سره وي، نو یوه محموله په دوو اوونیو کې شاوخوا ۱۴ یا ۱۵ ورځو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته رسېږي چې هم محموله پر وخت نه رسېږي او اکثرا د لارې په ترڅ کې هم خرابېږي."

په ټول پاکستان کې د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ د دایمي کمېټې مشر علي خان اڅکزي هم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

افغانستان مرکزي اسیا سره د اړیکو په برخه کې یو لوړ حیثیت او ځای لري، اوس چې کوم مالونه تللي لګښت یې څو چنده زیات راغلی او هغه توکي چې له پاکستانه منځنۍ اسیا ته ځي، پرې ډېر وخت او پیسې لګېږي، دا ممکنه نه ده چې دا سوداګري دې د افغانستان له لارې پرته، له نورو لارو هغه ډول وشي چې اړتیا یې ده.
د افغانستان د ترانزیټي سوداګرۍ د دایمي کمېټې مشر علي خان اڅکزی

ځیني اقتصاد پوهان وايي چې افغانستان هر کال د ترانزیټ، ترانسپورټ، ګمرکي خدمتونو او اړوندو فعالیتونو له لارې د پام وړ عاید ترلاسه کوي او د دې هېواد له لارې د پاکستاني او مرکزي اسیا د توکو د تېرېدو کمښت کولای شي د عاید دا سرچینې محدودې کړي او د ترانسپورټ، ګمرکونو او لوجستیکي سکټورونو کې د کار فرصتونه کم کړي.

د دې کارپوهانو له ډلې عبدالنصیر رشتیا ازادي راډیو ته وویل چې که ځیني اقدامات پلي شي، افغانستان لاهم کولای شي په سیمه ییزه سوداګرۍ کې خپل محوري ځای وساتي: "افغانستان د سړک او رېل پټلۍ جوړولو په برخه کې ډېر کار ته اړتیا لري، ځکه چې افغانستان لا مجهزه ترانسپورټي سیستم نه لري او موږ رېل پټلۍ نه لرو له همدې امله، اړینه ده چې په بېړني ډول په دې مسئلو کار وشي او حکومت دې د خصوصي سکټور د ښکېلتیا لپاره یو مناسب چوکاټ رامنځته کړي او افغانستان په عملي توګه د سیمې ترانزیټي څلورلارې شي، ځکه ډېری هېوادونه د افغانستان له لارې د سیمې هېوادونو ته د رسېدو لپاره د داسې لویو پروژو پلي کولو ته ډېره لیوالتیا لري."

دا بدلونونه داسې مهال پېښېږي چې په تېرو کلونو کې افغانستان د پاکستان لپاره منځنۍ اسیا ته د رسیدو لپاره تر ټولو لنډه او طبیعي لاره ګڼل کېده.

خو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۶مه د نښتو او تاوتریخوالي له پیل وروسته، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ترانزیټي لارې وتړل شوې.

د ډیورند کرښې په اوږدو کې د نښتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ترانزیټي لارې په مکرر ډول تړل شوې دي، داسې وضعیت چې د دواړو خواوو سوداګرو ته یې درانه زیانونه اړولي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم یې کم کړی دی.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټوله دوه اړخیزه سوداګري نږدې دوه ملیارد ډالرو ته رسېده چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۴۰ سلنه کمښت ښيي.