د سراسري امنیت ادعا؛ د سنوکر فدراسیون مشر چې وسله والو سړي تښتوونکو وژلی وو نن یې مړی خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان د سنوکر فدراسیون مشر چې کابل کې وژل شوی

د افغانستان د سنوکر او بیلیارد فدراسیون مشر وحیدالله اصغري چې څو ورځې مخکې کابل کې وژل شوی وو نن یې مړی خاورو ته وسپارل شو.

وحیدالله اصغري تېره سه شنبه د شپې ناوخته په کابل کې نامعلومو وسله والو تر تښتولو وروسته وژلی وو.

د اصغري کورنۍ ته دوه ورځې وروسته د هغه مړی سپارل شوی وو.

د هغه زوی علي عباس اصغري رسنیو ته ویلي چې د طالبانو حکومت یې باید د پلار د وژنې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.

د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي چې د پېښې عاملین به ونیسي.

وحیدالله اصغري له څو کلونو راهیسې د افغانستان د سنوکر او بیلیارد فدراسیون مشر وو او د المپیک کمېټې ته نږدې یې د افغان کلب په نوم د سنوکر یو کلب هم درلود چې وخت ناوخته به پکې په ملي کچه لوبې هم کېدلې.

که څه هم د طالبانو د پوره امنیت ادعا کوي خو دا او ځینې نورې امنیتي پېښې چې په تېره ځینې ورزشکاران پکې په نښه شوي بل څه وايي.