د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپيژندنې ریاست په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سېل وړاندوینه کړې ده.
د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې د پنجشنبې په ورځ به نورستان ، کونړ ، ننګرهار ، لغمان ، کاپیسا ، پنجشیر ، پروان ، بغلان ، سمنګان ، بدخشان ، کندوز ، تخار ، بلخ ، سرپل ، فاریاب ، غور ، بادغیس ، دایکنډي ، بامیان ، غزني ، میدان وردک ، لوگر او پکتیا ولایتونه د شدید ورښت، برښنا او سملاسي سیلونو شاهدان وي.
د باران اندازه له لسو تر دیرش ملي مترو پورې اټکل شوې.
په افغانستان کې د څو وروستیو اونیو سیلونو او بارانونو او نورو طبیعي پيښو سلګونه کسان مړه او ټپيان کړل او خلکو ته یې دروند مالي زیان واړوه.
په دې ترڅ کې د بدخشان چارواکو ویلي چې په کوف اب ولسوالۍ کې یې د هغو څلورو کسانو مړي د چهارشنبې په ورځ را وایستل چې د واورې ښوېدو له کبله مړه شوي وو.