د بښنې نړیوال سازمان د علي وزیر ( خپل سره توقیف) او د هغه د نه خوړو اعتراض باندې اندیښنه ښودلې

علي وزیر، ارشیف

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د پاکستان د پارلمان د پخواني غړي علي وزیر د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ( د ثور ۲مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې علي وزیر نژدې شل میاشتې " د خپل سره توقیفونو " په کړیو او د بیا نیولو او دوسیو په تکرار کې تېر کړې دي.

د سازمان په خبره، که څه هم د پاکستان یوې محکمې د روان ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۶مه د علي وزیر د خوشې کېدو حکم وکړ، خو له څو ساعتونو وروسته بیرته ونیول شو.

د بښنې نړیوال سازمان په دادو زندان کې د علي وزیر د نه خوړو وروستی اعتراض ته هم اندیښنه ښودلې او ویلې یې دي چې هغه داسې مهال له درملنې انکار کړی چې د شکرې، د وینې له لوړ فشار او د زړه له ناروغیو کړېږي.

د پاکستان حکومت علي وزیر تورن کړی چې د پاکستاني ریاست، پوځ او استخباراتو پر ضد يې په ولسي غونډو کې ویناوي کړې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا دا تورونه رد کړي او ویلې یې دي چې علي وزیر" د حکومتي جبر پر خلاف د غږ پورته کولو په جرم" زنداني شوی دی.