نن چهارشنبې په ۲۹ولایتونو کې د شدید باران او سیلابونو اټکل شوی

انځور له ارشیف څخه

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست د چهارشنبې په ورځ د (غويي۲مه) د افغانستان په ۲۹ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او له کبله یې د سیلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.

دغه ریاست د سه شنبې په ورځ پر خپلې ویب پاڼې په هرات، فراه، ارزګان، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، غور، کابل، غزنی، بادغیس، دایکندی، بامیان، میدان‌وردک، پکتیا، خوست، لوګر، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، کاپیسا او نورستان ولایتونو کې د شدیدو بارانونو اتګل کړی.

په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له لسو تر ۳۵ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

د طالبانو د حکومت د وروستیو شمیرو له مخې د حمل میاشتې له پیل راهیسې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د شدیدو وروښتونو او سیلابونو له کبله ۱۷۹کسان مړه او ۲۵۲ نور ټپیان شوي دي.