په افغانستان کې یو شمیر موټر چلوونکي د تیلو د بیوو له لوړېدو شکایت لري، خو د طالبانو حکومت ادعا لري چې ډیرې نه دي لوړې شوي.
د پلازمینې کابل یو اوسېدونکی چې ټکسي موټر چلوي د یکشنبې په ورځ ( د حمل په دېرشمه نېټه ) یې د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د خپلې اته کسیزې کورنۍ یوازینی ډوډی ګټونکی دی او دا شپې، ورځې د تیلو د بیو د لوړوېدو له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی:
«ډېر منفي اغیز یې کړی دی، داسې فکر وکړه چې اتیا فیصده تاثیر یې پرېښی، ته فکر وکړه زه پنځه سوه افغانۍ کار کوم، د څلور سوه افغانیو یواځې بېرته تیل اچوم، اوس په سل افغانیو زه خپله اته کسیزه کورنۍ څنګه وچلوم؟.»یو افغان موټر چلوونکی
د تیلو یو شمېر پلورونکي هم وايي د تېرې یوې میاشتې په پرتله د سونګ توکو په بیو کې د پام وړ لوړوالی راغلی دی.
په کابل کې د تیلو او ګازو د یو پمپ سټیشن مسول د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلېدو په شرط په همدې ورځ او نېټه ازادي راډيو ته وویل:
«د نن ورځې بیې خو یو لیټر پترول په ۶۹ افغانۍ او ډیزل په ۶۵ افغانۍ دي، د دې ترڅنګ د ګازو د یو کیلو بیه ۵۹ افغانۍ ده، که دا بیې له تېرې نږدې یوې میاشتې سره پرتله کړو، یوه میاشت مخکې پترول په ۶۰ افغانۍ وو او ډیزل تقریبا په ۵۵ افغانیو پلورل کېدل او ګاز بیا په ۵۰ افغاني وو.»
خو د طالبانو حکومت ادعا کوي وايي، که څه هم په نړیواله کچه د تیلو او ګازو په بیو کې بې ساری لوړوالی راغلی خو په افغانستان کې دومره نه دي لوړې شوي.
د ګازو ډبې - افغان اوسیدونکی
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزې شنبه د حمل ۲۹ مه د ترکیې «انتالیا ډیپلوماسۍ فورم» په څنډه کې یوې غونډې ته ویلي، په افغانستان کې د تیلو او ګازو بیې یوازې له ۳ تر ۵ سلنې لوړې شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې حکومت یې له مخکې د افغانستان د اړتیا وړ تیلو او نورو سونګ توکو لپاره چمتووالی درلود او د حل لارې یې لټولې دي.
انتالیا غونډه کې د نورالدین عزیزي ګډون
هم مهاله د طالبانو حکومت د نفت او ګازو شرکت اعلان کړی چې د هرات ولایت د روزنک په سیمه کې یې د ۸۴۰ ټنو په ظرفیت د نفتي توکو لس زېرمه جوړ کړې دي.
دغه شرکت شنبه د حمل ۲۹ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په راتلونکې کې به د دغو زیرمو ظرفیت ۵۰۰۰ ټنو ته لوړ شي.
د کابل- ننګرهار لارې یوه موټر چلونکي ریاض الله ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، افغانستان کې خلک ډیر بې وزله دي او ان د بیو لږ لوړېدل هم د دوی کار او ژوند له جدي ستونزو سره مخ کوي:
«مخکې به مو زر یا دولس سوه افغانۍ کار وکړو، یو څه به په کې موږ ته پاتې کېدل، خو اوس چې دومره کار وکړو، د اته نهه سوه افغانیو تیل اچوو، چې موږ ته هیڅ نه پاتې کیږي، بل دا چې موږ کرایې نه دي لوړې کړي، او تیل ورځ تر بلې لوړیږي، که څه هم تیل په ټوله نړۍ کې یې بیې یې لوړې شوي دي خو دلته خلک ډېر بې وزله دي، په هر څه کې که ډېر کم توپیر هم راځي، خلک یې بیا د اخیستلو توان نه لري.»
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سلاکار خان جان الکوزي د حمل په یوولسمه ازادي راډیو ته ویلي وو، له ایرانه اوس د پخوا په څیر ډیر تیل نه راځي چې طبعاً په بازارونو باندې یې منفي تاثیر کړی خو په خبره یې له شمال نه د تیلو واردات په نورمال ډول روان دي.
هغه دا هم ویلي چې افغانستان پخوا هم له ۶۰ نه تر اویا فیصدو پورې تیل د مرکزي اسیا له هیوادونو لکه روسیې، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغېزستان راوړل او اوس هم له دې هیوادونو خپل واردات لري.
د تېرې فبرورۍ په وروستیو کې ایران سره د امریکا او اسراییلو د نښتو له پیل او دغه شان د ایران له لوري د هرمز تنګي له تړلو وروسته په نړیوال بازار کې د تیلو او ګازو بیې لوړې شوې.
که څه هم ایران د جمعې په ورځ دا تنګی له څو میاشتو بندولو وروسته پرانیستی و خو د امریکا له خوا د ایران د سمندري محاصرې په دوام سره د ایران سپاه پاسداران ځواکونو او د ملي امنیت عالي شورا شنبه سهار اعلان وکړ، هرمز تنګی چې د جمعې په ورځ د څو ساعتونو لپاره پرانیستی وو یو وار بیا پخواني حالت ته ورګرځېدلی او تړلی یې دی. وروسته بیا د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ کې یوې غونډې ته وویل، ایران د هرمز تنګي په بیا تړلو سره له موږ باج نه شي اخیستلی.
ایران دا تنګی د اسراییلو او لبنان تر منځ د اوربند ټینګېدو تر تحول ورسته پرانیستی و.
که څه هم هرمز تنګی د لنډ وخت لپاره پرانیستی پاتې وو خو دغه کار د تیلو په نړیوالونو بازارونو ډېر اغېز وکړ او په لومړنیو ساعتونو کې د هر بېرل تیلو بیه کې تر لسو فیصدو کموالی راغی.
افغانستان که څه هم د هرمز تنګي له لارې د تیلو واردات نه لري خو په ټولنیز ډول دغه ستونزې د تیلو عرضه او تقاضا له ننګونو سره مخ کړې او په بازارونو کې په بیو اغیز کړی دی.