طالبانو په کندهار ولایت کې د نورو هېوادونو د بیرغونو پر چاپ بندیز ولګوه

طالب چارواکو په کندهار ولایت کې د نورو هېوادونو د بیرغونو پر چاپ، پیر او پلور بندیز لګولی.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس انعام الله سمنګاني نن یکشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" ټولو کتابتونونو، مطبعو، قرطاسیو او د ډیکوریشن مرکزونو او پلورنځیو ته خبرورکول چې د "اسلامي امارت" له بیرغ پرته د نورو هېوادونو د بیرغونو له چاپ، پیر او پلور څخه جدي ډډه وکړي".

سمنګاني د افغانستان د ملي درې رنګه بیرغ پر چاپ د بندیز په اړه څه ویلي نه دي.

خو د ټولو دولتي ادارو په ګډون له هر ځایه د افغانستان ملي درې رنګه بیرغ(تور سور، زرغون) لیرې کړای شوی او په وروستیو کلونو کې د طالبانو او عامو افغانانو ترمنځ د دغه بیرغ پر سر شخړې هم راپورته شوي دي.