د امریکا دفاع وزارت ویلي چې له افغانستانه د راوتلو د ارزونې په لړ کې یې له لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره د مرکو اصلي بهیر بشپړ کړی دی.
د دغه وزارت ویاند شان پرنیل چې دا ارزونې مخته وړي ویلي دا څېړنې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر پيل شوي او تمه کېږي چې په معاصر تاریخ کې د امریکا د پوځي عملیاتو نه وروسته تر ټولو جامع ارزونې وي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اداره یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا د راوتلو په بهیر چې په نتیجه کې یې د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ کلکه نیوکې کوي او دا بهیر یو شرموونکی او ګډوډ راوتل بولي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه په کابل هوايي ډګر کې خونړۍ چاودنې ۱۳ امریکايي عسکر او ۱۶۹ افغان ملکیان ووژل.
دا پېښه د دې لامل شوه چې د امریکا حکومت د دې پېښې او په ټولو کې د راوتلو د ماموریت په اړه پراخې ارزونې پیل کړي.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پرنیل په خپله ایکس پاڼه په یوه مفصل بیان کې ویلي چې تمه ده د ارزونو وړاندیزونه په راتلونکو میاشتو کې دفاع وزیر پیټ هګسټ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې شي.
د هغه په خبره د دغو ارزونو هدف دا دی چې په پریکړو کې ناکامۍ په ګوته شي او په دې برلاسي شو چې امریکا بیا د داسې غمیزې له تکراره بچ کړو.