ایران د هرمز تنګی پرانیست؛ ټرمپ مننه کړې خو وايي د ایران د بندرونو محاصره به لا هم په ځای وي

د هرمز تنګي یوه برخه - عکس پخوانی دی

ایراني چارواکو اعلان وکړ چې د هرمز تنګی یې په بشپړه توګه پرانیست.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې ورځ ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې:

"په لبنان کې د اوربند له اعلان وروسته، د هرمز تنګي له لارې د اوربند د پاتې مودې لپاره د ټولو سوداګریزو کښتیو تګ راتګ په بشپړه توګه ازاد اعلان شو."

ولسمشر ټرمپ د عراقچي تر دغه اعلان وروسته په خپله تروث سوشیال پاڼه کې څو پیغامونه ورکړي چې لومړنی یې د ایران له خوا د هرمز تنګي د پرانیستې تایید وو او په پای کې لنډه مننه هم لیکلې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ


د ولسمشر ټرمپ لومړنی بیان: "ایران همدا اوس اعلان وکړ چې د ایران تنګی په بشپړه توګه خلاص دی او د بشپړ عبور لپاره لپاره چمتو دی. ډیره مننه."

هغه بیا په صراحت سره لیکلي چې له ایران سره د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو هوکړه د لبنان له موضوع سره هېڅ تړاو نه لري.

له ایران سره د امریکا او اسراییلو په دوه اوونیز اوربند سربېره د لبنان له ولسمشر او د اسراییلو له صدراعظم سره د ولسمشر ټرمپ تر ټیلیفوني اړیکې وروسته دا دواړه هېوادونه هم په یوه لس ورځني اوربند سلا شول.

د هرمز تنګي په اړه ټرمپ په خپل یوه بل پیغام کې بیا دا ویلي چې د واشنګټن او تهران تر منځ د هوکړې تر سل فیصده بشپړېدو پورې به د ایران د بنادرو محاصره په خپل ځای وي.

هغه د جمعې په ورځ لیکلي: "د هرمز تنګی کاملاً خلاص دی او د بشپړ سوداګریز فعالیت او عبور لپاره چمتو دی، خو یوازې په ایران باندې به سمندري محاصره په بشپړ او مؤثره توګه په ځای وي، تر هغه چې له ایران سره زموږ معامله سل په سلو کې تکمیله شي."

هغه دا ډاډ هم ورکړی چې ډېر ژر یوه هوکړه په حاصلېدو ده او دا چې په ډېرو مواردو لا وختي خبرې شوي دي.

د هرمز تنګی، چې د نړۍ د تیلو او مایع طبیعي ګازو یو په پنځمه برخه ترې تیریږي، د فبروري په ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسراییلو د هوایي بریدونو او د منځني ختیځ په شاوخوا کې د تهران د غچ اخیستونکو بریدونو په پایله کې، چې په کې په فارس خلیج کې کښتۍ شاملې دي، په مؤثره توګه تړل شوی دی.

د دغه تنګي د بیا پرانیستلو تر اعلان وروسته په نړیوالو بازارونو کې د تیلو بیې په هر بېرل کې په لس فیصده ځوړ سره ۸۹ ډالرو ته ښکته شوې.

د ایران او امریکا تر منځ وروستی پرمختګ د هغه اوربند په بهیر کې ترلاسه شوی چې د وري / حمل له ۱۸مې له ایران سره د امریکا او اسراییلو له خوا د دوو اونیو په مخه ټینګ شوی.

د دغه اوربند سره هممهاله د امریکا او ایران پلاویو د پاکستان په کوربه توب تېره شنبه د اپرېل یوولسمه خبرې وکړې چې په هغه وخت کې بې نتیجې پای ته ورسېدې.

اخوا یوې پاکستانۍ سرچینې چې د امریکا او ایران منځګړیتوب کې رول لوبولی د جمعې په ورځ په ډپلوماټیک لحاظ د ځینو پرمختګونو یادوونه کړې ده.

د دې سرچینې په خبره راتلونکې ناسته ممکن د دواړو هېوادونو تر منځ د یوې هوکړې باعث شي او تر هغه وروسته به په شپېتو ورځو کې یوه جامعه هوکړه ترلاسه شي.

د امریکا او ایران تر ټولو جدي اختلاف د تهران په اټومي پروګرام دی.

ایران د نړیوالو بندیزونو د لرې کېدو غوښتونکی دی په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالتونه له ایرانه د دغه هېواد د بډایه شویو یورانیمو ایستل غواړي.