د افغانستان په لویدځه حوزه کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال له څو محدودو ښځینه قاضیانو له ډلې یوه هغه وایي کلونه یې انتظار وکړ، خو د بریټانیا حکومت یې کیس رد او اوس په هېواد دننه له بیلابیلو ننګونو سره مخ ده.
دې د پنجشنبې په ورځ «د حمل په ۲۷مه» ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه:"کله چې ۲۰۲۱ کال کې طالبان راغلل ما هغوی (بریټانیا) ته د پناه غوښتنې لیک واستوه، بیا یې ډېروه موده راباندې څو فورمونه ډک کړل، هر ډول اسناد یې رانه وغوښتل خپل کاري او تحصیلي اسناد مې ټول ور واستول، خو تر دوو کلونو وروسته یې رد کړم، ډېر زیاته مایوسه شوم، فعلا ټولې لارې راباندې تړلې دي، هېڅ بله چاره نه لرم، نه عایداتي سرچینه لرم، نه امنیت لرم او نه د وتلو لاره، کورني حبس کې یم، دوی (بریټانیا) زموږ د ستاژ دورې مالي ملاتړي وو، دوی هغه کسانو ته چې واقعا تر خطر لاندې وو او هغه هېواد سره یې کار کړی و باید لومړیتوب یې ورکړی وای، غوښتنه مې دا ده چې حداقل دوی مستحقه کسان وپیژني او هېواد ته یې ګټور دي."
بلخوا د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشته یوه مېرمنه اومدني فعاله چې د بریټانیا کیس لري او لا ورته په تمه ده، د دغه هېواد له دولته غواړي چې د افغان ښځو په ځانګړې توګه هغوی ته چې د دې په شان د ښځو په اعتراضونو او فعالیتونو کې یې برخه اخیستې او افغانستان ته په بېرته ستنېدو خطر محسوسوي، ژر تر ژره پناه ورکړي.
دې وړاندې ازادي راډیو ته وویل:"موږ یو ځل دوه درې کاله وړاندې پناه غوښتنه کړې وه چې بیا مو وروسته کېس حذف شوی و، بیا مو له سره بیا غوښتنلیک ور واستوه او شاوخوا ۷ میاشتې وروسته یې ځواب راکړ او د نورو اسنادو غوښتنه یې وکړه، اوس مو کیس تر ارزونې لاندې دی، زه خپله هغو ښځو سره چې کابل کې یې د (اعتراض) غږونه اوچت کړل وم، او اوس هم ورسره فعالیت کوم، نو د بریټانیا له حکومته مې غوښتنه دا ده چې دې خطرونو ته په کتو دې زموږ کیس ومني."
دا په داسې حال کې ده چې تازه د بښنې نړیوال سازمان راپور وکړی چې د بریټانیا حکومت د افغان ښځینه پناه غوښتونکو د غوښتنلیکونو ردولو کچه لوړه کړې ده.
دې سازمان د سه شنبې په ورځ د «حمل په ۲۵ مه» په خپله وېب پاڼه خپور کړي راپور کې ویلي، چې د دوی د بریټانیا دفتر او د سولې او امنیت لپاره د جنډر عمل (GAPS) شبکې لخوا ترلاسه شوي معلومات ښیي چې د بریټانیا نوي واک ته رسېدلي حکومت د افغان پناه غوښتونکو د منلو کچه له ۹۶ سلنې څخه ۳۴ سلنې ته راټیټه کړې، او زیاته کړی چې یوازې په ۲۰۲۵ کې لږترلږه د ۳۷۰ افغان میرمنو او نجونو غوښتنلیکونه یې رد کړي دي.
دې سازمان په خپل راپور کې په بریټانیا کې د بښنې نړیوال سازمان د یوې چارواکې کارلا مک لارین په حواله لیکلي« افغانستان د ښځو لپاره د بدترینو هیوادونو په ډله کې دی» او په بریټانیا کې د افغان ښځینه پناه غوښتونکو لپاره د منلو کچې راټیټیدل یې د نه منلو وړ او «ظالمانه» بللې دي.
«امسنټي انترنشنل» په خپل دې راپور کې زیاته کړې، په داسې حال کې چې افغان ښځې په خپل هېواد کې دننه د طالبانو حکومت لخوا له بېلابېلو بندیزونو، محرومیتونو او امنیتي ننګونو سره مخ دي، د بریټانیا د دولت دا پالیسي له دې ښځو سره «خیانت» دی او په ټکو یې له دوی د خوندیتوب حق اخلي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، د بريټانیا د کورنیو چارو وزارت یاده پالیسي خپلو کورنیو سره د افغان مېرمنو د ادغام، د دوی د تعلیم او کارموندنې مخه نیسي.
یاد سازمان د بریټانیا دا پالیسي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پریکړه لیک په چوکاټ کې د ښځو، سولې او امنیت په اړه د ژمنو او لاسلیک شویو کنوانسیونونو خلاف بولي او غوښتنه یې ترې کړې چې ژر تر ژره دې د طالبانو له محدودیتونو او ننګونو تښتېدولو ښځو او نجونو ته د پناه غوښتنې لارې پراخې کړي.
دغه شان د کډوالو د کورنۍ د بیا یوځای کیدو قوانین بیرته پلي او د پناه غوښتنې اړوند رامنځته کړي محدودیتونه لغوه کړي او هغه پلانونه دې پریږدي چې د پیژندل شویو کډوالو لپاره خوندیتوب کمزوری کوي.
د بریټانیا حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې ګارډین ورځپاڼې د تېر ۲۰۲۵ کال وروستیو کې راپور ورکړی و چې بریټانیا د ۲۰۲۴ کال وروستیو کې هم د ۲۶ افغان ښځو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړي وو.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمېندو وروسته، افغان ښځې د تعلیم او کار په ګډون له سختو محدودیتونو سره مخ شوې چې یو شمېرو یې د بریټانیا په ګډون له بېلابېلو هېوادونو څخه پناه غوښتې ده.