ټاکل شوې ده چې ایراني چارواکي د اپریل په ۱۶مه له پاکستانيانو سره چې د تهران او واشنګتن د خبرو منځګړیتوب کوي وګوري. په دې غونډه کې به د امریکا د نويو وړاندیزونو په اړه بحث وشي او د خبرو د دوهم پړاو په تړاو به پریکړه وشي. دا لیدنه کتنه ورځ وروسته تر دې ترسره کیږي چې د امریکا ولسمشر
ښایي د ایران جګړه ډیره ژر ختمه شيډونالډ ټرمپ
ډونالډ ټرمپ وویل، ممکن دا جګړه ژر ختمه شي.
د ایران تسنیم دولتي اژانس راپور ورکړ چې د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر په مشرۍ له پاکستاني پلاوي سره به د ایراني چارواکو تر غونډې وروسته به ایران له یوې ارزونې وروسته د امریکا او ایران ترمنځ د راتلونکي پړاو د خبرو په اړه پریکړه وکړي.
د پاکستان د پوځ ځواکمن مشر د اپریل په ۱۵مه تهران ته ورسید او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یې هرکلی وکړ. یوې لوړ پوړې ایراني سرچینې رویټرز ته وویل عاصم منیر، چې د خبرو اترو د لومړي پړاو منځګړیتوب یې کړی و، ایران ته تهران او واشنګتن ترمنځ د واټن کمولو لپاره راغلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د اپریل په ۱۵مه په تهران کې په یوه اونیزه مطبوعاتي غونډه کې وویل چې د خبرو اترو له پای ته رسیدو راهیسې، ایران د پاکستان له لارې له متحده ایالاتو سره پیغامونه تبادله کوي.
ډیر ژر پای ته رسیدلی شي
ولسمشر ټرمپ له ایران سره د سولې وروستۍ موافقې ته خوشبیني څرګنده کړې ده او بیا بیا یې ویلي دي چې موافقه نژدې شوې ده، خو بیا یې ګواښ وکړ چې د ایران د پوځي مشرانو شتمنۍ او د دغه هیواد د انرژۍ بنسټونه به ونړوي.
ټرمپ فاکس بزنس نیوز ته په یوه مرکه کې چې د اپریل په ۱۵ مه خپره شوه، وویل:« فکر کوم چې دا مساله به ډیره ژر ختمه شي، که دوی هوښیار وي، ژر ختمیدای شي». ټرمپ زیاته کړه چې د ده په فکر کیسه انجام ته رسیدلې او پای ته رسیدل ورته ډیر نژدې ښکاري.
تر دې مخکې ټرمپ نیویارک پوسټ ته ویلي و چې هغه مذاکره کوونکي چې د اپریل په ۱۱ مه یې په اسلام اباد کې خبرې پرته له کومې موافقې پای ته ورسولې کولی شي چې په راتلونکو څو ورځو کې بیا خبرو ته سره کښېني.
د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس، چې په لومړي پړاو کې یې د امریکا د پلاوي مشري کوله، د نورو خبرو اترو امکان په دې سره لوړ کړ چې ده وویل "ډیر پرمختګ" شوی دی.
ښایي د خبرو دوهم پړاو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پيل شيد سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویت
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت خبریالانو ته وویل چې د خبرو اترو نوی پړاو "ډیر احتمال لري" د پاکستان په پلازمینه کې وي. نوموړې زیاته کړه چې "دا خبرې اترې روانې دي [او] واشنګتن د یوې موافقې د امکاناتو په خاطر ښه احساس کوي."
د اپریل په ۷ مه امریکا او ایران موافقه وکړه چې دوې اونۍ به اوربند کوي. د دې اوربند په اړه ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې داسې نیت نه لري چې دا اوربند د اپریل له ۲۲ مې وروسته تمدید کړي او د ده په وینا دې ته به اړتیا هم نه وي.
د اختلاف یو اصلي ټکی د ایران د یورانیمو غني کول دي. لویدیځ تهران تورنوي چې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي او ایران ټینګار کوي چې اټومي هڅې یې سوله ییزې دي.
بله جنجالي مساله د ایران لخوا د هرمز تنګي بندول دي، چې د جګړې له پیل څخه مخکې د ټولې نړۍ د تیلو او ګازو له پنځو یوه برخه له دې مسیره تیریده.
په اسلام اباد کې د خبرو تر ناکامۍ وروسته، ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې د ایران هیڅ کشتۍ به پرې نه ږدي چې تیره شي. د هرمز تنګي اسیا د سویز کانال له لارې له اروپا سره نښلوي او په نړیوال اقتصاد کې یو له خورا مهمو سمندري تجارتي لارو څخه ګڼل کیږي.
د ایران د ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه ای پوځي سلاکار محسن رضایي د اپریل په ۱۵مه خبرداری ورکړ، که امریکا د هرمز تنګي واک په خپل لاس کې اخلي نو په دې تنګي کې به د امریکا بیړۍ غړقې کړي.
رضایي زیاته کړه چې ټرمپ غواړي چې د هرمز تنګي پولیس شي، نو ایا دا یې دنده ده؟ دا د امریکا په څیر د یوه ځواکمن پوځ دنده ده؟
خامنه ای پخپله د جګړې له پیل راهیسې چا نه دی لیدلی او داسې انګېرنې دي چې ښایي هغه د هوایي بریدونو پرمهال ټپي شوی وي.
د امریکا اقتصادي فشارونه
په عین حال کې، د نورو پوځي ګواښونو ترڅنګ واشنګتن هڅه کوي چې پر ایران یو شمیر اقتصادي فشارونه وارد کړي.
د امریکا خزانې وزارت وویل چې دوی د ایران د تیلو پر ترانسپورت فشارونه زیاتوي او پر لسګونو شرکتونو، کشتیو او اشخاصو نور بندیزونه لګوي.
د خزانې وزارت ویلي چې بندیزونه د ایران د تیلو د لېږد رالېږد د لوی سوداګر محمد حسین شمخاني یوه شبکه په نښه کوي. حسین شمخاني د علي شمخاني زوی دی، چې د اټومي او امنیتي پالیسۍ جوړونکی ځواکمن کس و او د فبروري په ۲۸مه په تهران کې د امریکا او اسراییل په هوايي بریدونو کې ووژل شو.
د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ وویل:« واشنګټن به هغه معافیتونه نوي نه کړي چې د متحده ایالاتو له بندیزونو څخه د ایران او روسیې د تیلو پیرودلو ته اجازه ورکوي».
یو ایس ایس جورج ایچ ډبلیو بوش بیړۍ چې امریکایي پوځیان لېږدوي-ارشیف
په سمندر کې د ایراني تیلو په اړه د بندیزونو ۳۰ ورځنی معافیت - چې په دې اونۍ کې پای ته رسیږي - د روسیې د تیلو په اړه د بندیزونو معافیت ته ورته و.
بیسنټ وویل:"موږ به د روسیې د تیلو عمومي جواز نوی نه کړو، او موږ به د ایراني تیلو په اړه عمومي جواز تمدید نه کړو. دا هغه تیل وو چې د مارچ له 11 څخه دمخه په اوبو کې وو.
واشنګټن په نړۍ کې د انرژۍ د بیو د زیاتیدو د مخنیوي په خاطر دا معافیتونه اعلان کړي.
د سولې د خبرو د بحثونو په ترڅ کې د امریکا دفاع وزارت په زرګونو نور پوځیان منځني ختیځ ته لیږي چې ایران تر یوې موافقې مخکې تر فشار لاندې راولي او په ورته وخت کې که چیرته اوربند مات شو نو دا ځواکونه به چمتو وي.
د راپورونو له مخې شاوخوا شپږ زره امریکایي سرتیرې او څلور زره سمندري ځواکونه منځني ختیځ ته روان دي.