افغانستان کې دطالبانو د حکومت د صنعت او تجارت وزارت وايي دافغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو ترمینځ د ۵۲۰ ملیون ډالرو په ارزښت د همکاري تفاهم لیکونه کابل کې لاسلیک شول.
د افغانستان دصنعت او تجارت وزارت خبرپاڼه وايي د دغو قراردادونو په اساس به افغانستان کې د وسپنې د ویلې کولو، د مالوچو د پروسس او دغه راز د سمنټو او د چرګانو د ساتنې او تولید د فابریکو په تاسیس کې همکاري کیږي.
د هوکړو په اساس به دافغانستان د ډبرو سکاره ازبکستان ته صادریږي او د دغه هیواد څخه به د موټرو پرزې واردیږي.
تیره اونۍ هم د ازبکستان په فرغانه کې د افغانستان د خصوصي سکتور او ازبکستان ترمنځ د څه باندې ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې تیره سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې ولیکل چې دغه توافقات "د خامو موادو ، دواجوړونې او نساجۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو له خوا لاسلیک شول".
که څه هم د ازبکستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني، خو د سوداګرۍ په برخه کې ورسره پراخې اړیکې پالي.