د لنډي کوتل په لنډمهاله پنډغالي کې د اخراجېدونکو افغانانو ستونزې

ارشیف

د خیبرپښتونخوا په لنډي کوتل کې د افغان کډوالو لپاره جوړ شوي کمپ ته رارسېدلي او افغانستان ته ستانه شوي یو شمېر افغان کډوال په دې کمپ کې د هر ډول اسانتیاوو له نه شتون شکایت کوي. دوی وايي ګڼه ګوڼه زیاته او اسانتیاوې خورا کمې دي.

یو افغان چې له تېرو پنځه ورځو راهیسې له خپلې کورنۍ سره یوځای د ستنېدونکو کډوالو لپاره د لنډي کوتل لنډمهالی کمپ ته رارسېدلی وايي هره ورځ سهاره د بایومټریک لپاره په قطار کې درېږي، خو تر مازدیګره یې بیا هم دا پروسه نه تمامېږي.

دی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ادعا کوي او وايي کوم کسان چې کمېشن کارانو ته پیسې ورکوي د هغوی کارونه ژر کېږي، خو نور چې پیسې نه لري په شپو شپو پاتې کېږي او اجازه نه ورکول کېږي د تورخم په لور خپل وطن ته د ستنېدو لپاره لاړ شي.

نوموړي د غږ د بدلون په شرط دوشنبه د «حمل ۲۴مه» ازادي راډيو ته وویل: "نن پنځمه ورځ ده چې موږ دلته په کمپ کې یو، هغه څوک چې پیسې ورکوي د هغوی کار کېږي او څوک چې یې نه ورکوي هغوی ما غوندې انتظار کوي، دلته هېڅ ډول اسانتیاوې نشته، د څښلو پاکې اوبه نشته، د خوراک هېڅ بندوبست نه شته، دلته کډوال په ډېر بد وضعیت کې دي او په داخل د کمپ کې د بایومټریک غرفې کمې دي او انټرنټ سم کار نه کوي."

دی ادعا کوي چې نه یوازې دلته، بلکې دې کمپ ته په لاره د پړانګ سینګ او بیګیاړي په نومونو د پولیسو په پوستو کې له هرې کډوالې کورنۍ نه له ۱۰ تر ۵۰ زره پاکستانۍ روپۍ اخیستل کېږي او بیا اجازه ورکول کېږي چې د لنډي کوتل په لوري حرکت وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو یو شمېر وېډیوګانو کې چې د لنډي کوتل سیمې سیمه ییزو خبریالانو خپرې کړي هم افغان کډوال شکایت کوي چې په دې کمپ او دغه راز په لارو کې ترې پاکستاني پولیسو پیسې اخیستې دي.

افغانستان ته ستانه شوي یو شمېر افغان کډوال چې اوس مهال د تورخم په عمري کمپ کې مېشت دي هم وايي چې د لنډي کوتل د حمزه بابا په کمپ کې له دوی سره انساني سلوک نه دی شوی.

د رفیع الله په نوم یو ستون شوي کډوال ازادي راډيو ته وویل: "په کمپ کې له افغانانو سره ډېر ظلم روان دی، خلک وهل کېږي، زما غوښتنه دا ده چې باید په دې مسئله غور وشي، هلته زموږ خلک بارانونو ته ولاړ دي، نه خیمه شته نه بله اسانتیا، ان تشنابونه نشته، پاکستان موږ سره ډېر ظلم وکړ."

یو بل راستون شوی افغان ګل محمد چې دا هم اوس مهال په تورخم کې دی د لنډي کوتل د کمپ د سختیو کیسه کوي او وايي: "حمزه بابا کمپ کې ما درې شپې باران ته تېرې کړې، چا به چې پیسې ورکولې د هغوی کارونه به کېده، له سهار اته بجو نه به په لین کې ودرېدو تر مازدیګر شپږ بجو به نمبر نه راتلو، زما دا خپې اوس هم سمې کار نه کوي ځکه هلته ډېر ولاړ وم."

د لنډي کوتل په سیمه کې د افغان کډوالو لپاره د حمزه بابا په نوم دا لنډ مهاله کمپ وروسته له هغې جوړ شو چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تېزه شوه.

د افغانانو په خبره دې کمپ ته راتګ سره باید دوی اول یو ټوکن واخلي.

له هغې وروسته د بایومټریک کېدو لپاره په شپو شپو انتظار کوي ترڅو بایومټریک شي او بیا په حکومتي موټرو کې تورخم ته انتقال شي او له هغه وروسته له کرښې تېر شي.

افغان کډوال وايي په دې کمپ کې اسانتیاوې د نشت برابر او ګڼه ګوڼه زیاته ده، باید ایالتي حکومت د افغانانو ستونزو ته په کتو دغلته د کارکوونکو شمېر زیات کړي.

د لنډي کوتل یو شمېر سیمه ییز خبریالان هم چې وضعیت له نږدې څاري ازادي راډیو ته وايي ستنېدونکي کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي په دې کمپ کې د کډوالو لپاره د خوراک او څښاک په ګډون ان د حاجت د رفع کولو لپاره تشنابونه هم نه دي جوړ شوي او دغه راز هېڅ ډول سرپناه نه ده موجوده.

د طالبانو حکومت ویلي چې د همدې ستونزو د هواري په موخه اسلام اباد کې د دوی له سفارته یو پلاوی لنډي کوټل سیمې ته تللی او د کډوالو ستونزې یې د هغوی له خولې اوریدلي دي.

دحمل ۲۳مه سیمې ته د خیبر پښتونخوا عالی وزیر سهیل افریدي هم سفر کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په شدت روانه ده.

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون د راپور له مخې یکشنبه دحمل ۲۳مه هم د تورخم او سپین بولدک له لارې نږدې ۶ سوه افغانې کورنۍ چې د غړو شمېر یې له ۵ زره زیات و، افغانستان ته ستنې شوې دي.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر څخه تر ۲۰۲۶ کال جنورۍ پورې، له دوو میلیونو څخه زیات افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي او نږدې دوه میلیونه نور لا هم په دې هېواد کې اوسېږي.